د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

غزني کې یوه برید د ۳ ماشومانو ژوند واخېست او ۲ نور یې ټپیان کړل


د غزني ملکي روغتون ته راوړل شوي ټپي ماشومان چې د پایوازانو په وینا الوتکې ویشتلي دي.
د غزني ملکي روغتون ته راوړل شوي ټپي ماشومان چې د پایوازانو په وینا الوتکې ویشتلي دي.

په غزني ولایت کې په یوه برید کې درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي، ټپیان یې د دې ولایت ملکي روغتون ته ته راوړل شوي چې عمرونه یې اته او لس کاله ښودل کېږي.

د دغه ماشومانو پایوازان وايي، دغه ماشومان د سې شنبې(د لېندۍ ۱۱مه) په ورځ د غزني خواجه عمري ولسوالۍ په 'ده حاجي' کلي کې د څرخي الوتکو په برید کې ټپیان شوي دي.

رحیم الله چې ځان د یوه ټپي ماشوم ماما یادوي، په ملکي روغتون کې ازادي راډیو ته وویل، نن غرمه شااوخوا ۱۲ بجې الوتکو پر یو کانټینري دوکان هوايي برید وکړ چې دغه پنځو تنو ماشومانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دی وايي: "له 'ده حاجي' کلي مو دا ماشومان راوړي، درې تنه سوځېدلي او دوه تنه ټپیان دي، دا ټول هغه څوک دي چې عمرونه یې لس، یوولس او دوولس کاله دي، حتی اووه کلن هم په کې شته، تېرکال هم موږ شپږ تنه شهیدان لرل چې بې پيلوټه الوتکې ویشتلي وو."

شکرالدین د 'ده حاجي' کلي یو بل اوسېدونکی دی. دی هم له دغه ټپي ماشومانو سره روغتون ته راغلی.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "معلومه نه ده چې وژل شوي درې دي که زیات، د دوکاندار هم سن کم دی، دوی ورسره ناست وو، الوتکې ویشتلی دي، درې په کې سوځېدلي دي، دوه نور ټپیان دي، کانټینر هم له منځه تللی."

ارشیف، د افغانستان په نقشه کې د غزني ولایت
ارشیف، د افغانستان په نقشه کې د غزني ولایت

دولتي چارواکي هم مني چې پېښه رامنځ ته شوې ده.

د ولایت ویاند واحدالله جمعه زاده په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، معلومه نه ده چې دا هوايي برید شوی، وسله والو په دغه دوکان کې چاودېدونکي توکي ایښي وو، که کومه بله پېښه شوې ده، خو په ټکو یې د دې پېښې پلټنې روانې دي.

ښاغلي جمعه زاده زیاته کړه، که افغان ځواکونو دا کار کړی وي سزا به ورکړل شي: "تر اوسه پورې دا جوته نه ده چې ایا دا کوم ماین وو، کومې هوايي بمبارۍ وې؟ پلټنې روانې دي، هڅه کوو چې دغه معلومات وکړو، که داسې وو چې امنیتي ځواکونو ناغیړي کړې وه او داسې څه یې کړي وو، هغه کسان به اشد مجازات شي، موږ پلټنې کوو چې څه پېښ شوي دي؟"

په غزني کې په وار- وار دا ډول پېښې شوي دي چې د ماشومانو تر څنګ سړو او ښځو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG