د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

غزني کې موټربم چاودنه؛ چارواکي: ۳۱ پوځیان وژل شوي او ۲۴ ټپيان دي


غزني کې پر کومانډو ځواکونو موټربم برید
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:22 0:00

غزني کې پر کومانډو ځواکونو موټربم برید

د افغانستان دفاع وزارت په غزني کې د ننني موټربم برید له امله یواځې د لسو پوځیانو وژل کېدل تاییدوي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن رسنیو ته په دې اړه ویلي: "متاسفانه نن سهار یوه انتحاري بریدګر د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو یوې اډې ته څېرمه برید وکړ چې په دې پېښه کې موږ خپل لس تنه مېړني پوځیان له لاسه ورکړل او اوه تنه یې ټپیان شول، انتحاري بریدګر غوښتل چې اډې ته ننوځي خو د پوځیانو د ډزو په نتیجه کې په دې کار ونتوانېد او اډې ته نږدې یې چاودنه وکړه."

د غزني چارواکي بیا وايي، چې د ملي اردو په کنډک باندې د موټر بم برید له امله ۳۰ پوځیان وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان دي.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده دا مرګژوبله ازادي راډیو ته تایید کړې ده.

اخوا د ولایتي روغتون رییس ډاکتر بازمحمد همت ازادي راډیو ته ویلي چې د دېرشو پوځیانو مړي دغه روغتون ته ور وړل شوي او ۲۴ نور پوځیان هم ټپیان دي.

تر اوسه چا د دغه برید مسوولیت نه دی منلی خو وسله وال طالبان د غزني په څه باندې لسو ولسوالیو باندې کنټرول لري او پخوا د لویو بریدونو مسوولیت دې ډلې منلی دی.

په خپله غزني ښار څو واره تر بریدونو لاندې راغلی او تر ټولو لوی برید د ۲۰۱۸ کال په اګست کې وشو چې په کې په ملکیانو سربېره دواړه خواو طالبانو او دولتي ځواکونو کې سلګونه کسان مړه او ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG