د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

دفاع وزارت: غزني کې پر نظامي مرکز د ځانمرګي برید طراح وژل شوی


آرشیف
آرشیف

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په غزني ولایت کې یې په نظامي مرکز د ځانمرګي حملې طراح وژلی دی.

د افغانستان دفاع وزارت لخوا خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې غزني ولایت کې د اردو په مرکز ځانمرګي برید کوونکي طراح حمزه نورستاني چې د پاکستان و، له اوو نورو کسانو سره وژل شوی دی.

دفاع وزارت په خبر پاڼه کې زیاتوي یاد کسان، د ګیروي ولسوالۍ، علي شیرخیل کلي کې د هوايي ځواکونو په حملې کې وژل شوي.

دا په داسي حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ د غزني ده یک ولسوالۍ کې یو ځانمرګي بریدګر، د چاودېدونکو مواد څخه ډک هاموي سره په نظامي مرکز حمله وکړه ،د غزني دولتي روغتونونو د مسوولینو په وینا، د دې حملې په پایله کې یادو روغتونونو ته د ۳۰ سرتېرو مړي او ۲۴ ټپیان وروړل شوي دي.

حمزه وزیرستانی
حمزه وزیرستانی

خو د دفاع وزارت بیا وايي، چې یادې حملې کې ۱۰ سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

همدا راز له دې وړاندې، د زابل ولایتي شورا مشر عطاجان حق بیان باندې هم ځانمرګي برید شوی و.

د زابل والي ویاند ازادي راډيو ته ویلي چې یادې حملې کې ښاغلی عطا جان حق بیان روغ رمټ وتلی خو ۳ ملکیان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.

د افغانستان دفاع وزارت په غزني ولایت کې د اردو په مرکز ځانمرګې حملې د طالبانو کار یادوي.

د ملي امنیت ریاست هم په یوې تازه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پاکستان کوټې شورا طالبانو ته ویلي چې د ملیکانو، په لویو تجمعاتو حملې وکړي او ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوي او دغه راز مسولیت یې پر غاړه وانخلي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په لېږلي پيغام کې غیرنظامیانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا رد کړې او ویلي دي چې د دې ډلې موخه یوازې د نظامې هستو له منځه وړل دي.

هغه زیاته کړې، تر هغه چې د سولې مذاکرات پایله ور نه کړې، جګړې ته به ادامه ورکوي.

XS
SM
MD
LG