د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۴۶

افغانستان

د غزني ننني بريد په اړه د سولې وزارت غبرګون وښود

منصور نادري
منصور نادري

د سولې په چارو کې د دولت وزیر او له طالبانو سره د مذاکراتي ټیم غړي سیدسعادت منصور نادري ویلي، چې د غزني نننی برید د جامع او بېړني اوربند د ټینګښت اړتیا لا ډېروي.

دا خبره نن د سولې په چارو کې د دولت د وزارت له ټوېټر د ښاغلي نادري په حواله خپره شوې.

ښاغلي نادري په غزني کې نننی موټر بم برید چې په کې لسګونه افغان سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ټکان ورکوونکی او بشر ضد بللی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په سنمګان کې د یوې ترافیکې پېښه له کبله درې کسان مړه شوي

په سنمګان ولایت کې د یوې ترافیکې پېښه له کبله درې کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د دې ولایت د امنیه قومندان ویلي،" ټپیان د خلم ولسوالۍ سیمه ییز کلینیک ته انتقال شوي دي".

پېښه نن یکشنبې د سهار پنځه بجې شوې ده.

د پېښې علت د موټر د سرعت زیاتوالی یاد شوی.

جنوبي کوریا له اړمنو افغانانو سره درې میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې

جنوبي کوریا له اړمنو افغانانو سره درې میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې.

د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو اف پي) نن یکشنبه پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" دغه درې میلیونه ډالره شوې مرسته به په افغانستان کې پر اړمنو ښځو او ماشومانو تر راتلونکو ۱۲میاشتو وویشل شي".

دا مرسته د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت له اړمنو افغانانو سره کړې ده.

د ازادو سیالیو لوبغاړي جاوید بشارت خپل بلجیمي سیال مات کړ

جاوید بشارت
جاوید بشارت

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي جاوید بشارت نن یکشنبه سهار د "پي‌اف‌ال" سازمان په لوبه کې خپل بلجیمي سیال موسار ایبرګیموف ته ماتې ورکړه.

د ازادو سیالیو په لوبو کې دا د ښاغلي بشارت۱۷مه بریا وه.

د ازادو سیالیو بل لوبغاړي نصرت حق پرست بیا د "یواف‌سي" سازمان په سیالۍ کې نن له خپل امریکايي سیال کریس پادیلا ماتې وخوړه.

دا د ښاغلي حق پرست اوومه ماتې وه.

نن یکشنبه د هېواد په ۱۲ولایتونو کې د وروښتونو اټکل شوی

نن یکشنبه د هېواد په ۱۲ولایتونو کې د وروښتونو اټکل شوی.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلنډ وزارت د هوا پیژندنې ریاست په بدخشان، تخار، پنجشیر، بغلان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، غزني او پکتیکا ولایتونو کې د باران او له کبله يې د سیلونو د راوتو خبرداری ورکړی دی.

وړاندې په مرکزي، ختیځو، سویل ختیځو او لویدیځو ولایتونو کې د تیزو بادونو او خارورو د رالوتو اټکل هم شوی دی.

وروستیو شدیدو بارانونو او سیلونو د نورستان په ګډون په ختیځو ولایتونو کې خلکو ته پراخ ځاني او مالي زیان رسولی وو.

طالبانو په ټول هیواد کې هر ډول مظاهرې منع اعلان کړې

د طالبانو د عدالیې وزارت اعلان وکړ چې د پولیسو لپاره یې یو نوی قانون تصویب کړی چې په ټول افغانستان کې هر راز مظاهرې منع کوي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا قانون، چې دوه څپرکي، ۵ فصلونه او ۵۳ مادې لري، د دوی د مشر هیبت الله اخوندزاده له لوري توشیح شوی او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

د دې قانون په پنځوسمه ماده کې ویل شوي چې د افغانستان په ټوله خاوره کې هر ډول مظاهرې منع دي.

د دې قانون تطبیق د کورنیو چارو وزارت دنده بلل شوې او د پولیسو، چې دوی پرې شرطه نوم ایښی، ځینې نور مسوولیتونه هم یاد شوي دي.

د امریکا فدرال قاضي د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د ویزو د بندیز پالیسي لغوه کړه

د امریکا یوه فدرالي قاضي د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د کډوالۍ ویزو د صادرولو بندیز لغوه کړی دی.

فدرال قاضي جینټ وارګاس د جمعې په ورځ، د اګست ۲۱مه، په خپل حکم کې دغه پالیسي له قانون سره په ټکر کې بللې او ویلي یې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دې پالیسۍ په پلي کولو کې له خپل قانوني صلاحیت څخه اوښتی دی.

دې پالیسي، چې د روان کال له جنورۍ راهیسې عملي شوې وه، د افغانستان، برازیل، مصر، ایران، عراق، نایجیریا، سومالیا، تایلنډ او یمن په ګډون د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د کډوالۍ ویزو د صادرولو بهیر درولی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي و چې د دې پرېکړې هدف دا و چې کډوال له دولتي مرستو څخه ناوړه ګټه وانخلي او د امریکا پر ټولنې د مالي بار په توګه بدل نه شي.

د محکمې د حکم له مخې، هغه ویزې چې یوازې د همدې پالیسۍ پر بنسټ رد شوې دي، باید لغوه‌ نه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د محکمې د دې پرېکړې په اړه څرګندونې نه دي کړې. د امریکا حکومت کولای شي د دغه حکم پر وړاندې د استیناف غوښتنه وکړي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې واک ته د ډونالډ ټرمپ له بېرته ستنېدو وروسته د امریکا د کډوالۍ په سیاست کې پراخ بدلونونه راوستل شوي او د کډوالو د راتګ د کمولو او د هغوی د ایستلو د بهیر د زیاتولو لپاره یې سخت اقدامات پیل کړي دي.

په ازبکستان کې یو افغان د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیول شوی

د ازبکستان د ترمذ ښار په نړیوال سوداګریز مرکز کې یو افغان وګړی د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلورلو په تور نیول شوی دی.

ازبکستاني رسنیو د شنبې په ورځ، د اګست په ۲۲مه، راپور ورکړ چې دغه افغان هغه مهال ونیول شو چې ادعا کېږي په پټه یې پر یوه پیرودونکي د ۲۵۰۰ ډالرو په بدل کې تریاک پلورل.

د راپور له مخې، له دغه ۲۳ کلن افغان سره د نیول کېدو پر مهال ۵۰۶ ګرامه تریاک موندل شوي دي.

په همدې حال کې، له افغانستان څخه منځنۍ اسیا او له هغه ځایه اروپا ته د نشه‌یي توکو قاچاق لا هم د سیمې د هېوادونو لپاره یوه جدي اندېښنه بلل کېږي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي عایشې وهاب ته د بریا مبارکي ورکړې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي عایشې وهاب ته د بریا مبارکي ورکړه.

هغه نن شنبه د (اګسټ۲۲مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" خوشاله یم چې یوه افغان اصله ښځه د لومړی ځل لپاره د امریکا کانګرس ته لار پیدا کوي او دا بریا ورته مبارکي وايم".

ښاغلي کرزي وړاندې لیکي،"که چیرته د افغانستان دننه او بهر ښځو او نجونو ته مناسب فرصتونه برابر شي کولی د ټولنې په وده او پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي".

عایشه وهاب لومړنۍ افغان اصله امریکايۍ ده چې له کالیفورنیا ایالت څخه کانګرس ته بریالۍ شوې ده.

هغې په ۲۰۱۸ کال کې د ټاکنو له لارې د هایوارډ ښار د شورا غړیتوب ترلاسه کړې و.

یونیسیف: په افغانستان کې د زده کړو بندیز د نجونو راتلونکی له خطر سره مخ کړی

د ملګرو ملتونو د ماشومان د ساتنې صندوق یونیسیف وايی،" په افغانستان کې د زده کړو بندیز د نجونو راتلونکی له خطر سره مخ کړی دی".

دغه صندوق پرون جمعه پر خپلې ویب پاڼې لیکي،"په تیرو پنځو کلونو کې څه باندې ۲.۶میلیونه نجونې له زده کړو راګرځول شوي دي".

د یونیسیف په ټکو،" موږ تل په افغانستان له زده کړو ملاتړ کړی او له طالب چارواکو مو په ځلونو غوښتي چې پریږدې نجونې بیرته ښوونځیو او پوهنتونو ته راستنې شي".

له ۲۰۲۱کال راهیسې له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي افغانې نجونې له زده کړو محرومې شوي دي.

یو نیم کال کې نږدې ۴ میلیونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

ارشیف، راستانه شوي افغان کډوال
ارشیف، راستانه شوي افغان کډوال

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او اېم) وايي، په تېر یو نیم کال کې شاوخوا څلور میلیونه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

«ای او اېم» په خپل تازه راپور کې چې د جمعې په ورځ د (اګسټ ۲۱مه) يې خپور کړی ویلي، "له تېر کال راهیسې د سږکال د اګسټ تر ۱۵مې شاوخوا ۴ میلیونه او ۱۲ زره افغان کډوال له پاکستان او ایرانه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي".

د راپور په ټکو، "د روانې اګسټ میاشتې په لومړنیو دوو اوونیو کې ۴۸ زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه بېرته افغانستان ته راغلي دي".

بل پلو، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، "د راستنو شویو کډوالو کورنیو شاوخوا ۶۰۰ زره ماشومان له زده‌کړو محروم دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG