د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

د غزني ۱۰ ولسوالۍ د نجونو ښوونځی او ۱۵ ولسوالۍ هېڅ فارغه نه‌لري


غزني کې د یوه ښوونځي زده کوونکې
غزني کې د یوه ښوونځي زده کوونکې

په غزني ولایت کې په ۱۰ ولسوالیو کې د نجونو هېڅ ښوونځی نه‌شته او له ۱۵ ولسوالیو څخه هېڅ ښځینه فارغه نه‌لري.

د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې خنډونه لا هم پر خپل ځای دي او په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه تر سترګو کېږي.

د پوهنې ریاست چارواکي وايي، وسله‌والو طالبانو په تر ۱۰ زیاتو ولسوالیو کې د نجونو د ښوونځیو د جوړېدو مخه نیولې ده. طالبان بیا له څه ویلو ډډه کوي.

سعدیه د غزني قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکې وايي زړه‌یې غواړي چې ښوونځي ته لاړه شي، خو د جګړو له امله د دوی په سیمه کې د نجونو ښوونځی نه‌شته.

دا وايي دولت او وسله‌وال جنګیالي دي زموږ پر حال رحم وکړي: "له کلونو کلونو جګړې روانې دي، ښوونځي نه‌شته، ټولې نجونې او هلکان دا هیله لري چې په قره‌باغ ولسوالۍ کې ښوونځي شروع شي، موږ له دولت څخه غواړو چې موږ ته ښوونځي جوړ کړي چې موږ تعلیم‌یافته شو، ډاکترانې، انجنیرانې او یا یو شی له موږ نه جوړ شي، موږ به تر څو داسې په تیارو کې ژوند کوو، زموږ راتلونکی خراب دی."

دا یوازې سعدیه نه‌ده چې د زده‌کړو هیله لري، خو لاسرسی نه ورته لري، بلکې د غزني ولایت تر نیمايي په زیاتو ولسواليو کې نجونې له زده‌کړو محرومې دي.

د غزني د پوهنې چارواکي وايي، د دغه ولایت تر ۴۰۰ زره پورې ماښومان ښوونځیو ته نه‌ځي.

د پوهنې رئیس محب‌الرحمن انصار وايي د دغه ماشومانو تر نیمايي برخه زیاتې یې نجونې دي: "قاطع اکثریت‌یې نجونې دي، ۷۰ سلنه‌یې نجونې تشکیلوي چې په یو شمېر زیاتو ولسواليو کې د نجونو زده‌کړې له بده مرغه دا مهال نه‌شته."

محب الرحمن انصار
محب الرحمن انصار

محب‌الرحمن انصار وايي وسله‌وال طالبان اجازه نه‌ورکوي چې د نجونو لپاره ښوونځي ورغوي او یا هم نجونې مکبتوبونو ته شاملې کړي.

ښاغلی انصار زیاتوي: "تقریباً د ۱۲ یا ۱۳ ولسواليو په شاوخوا کې له قاطع ممانعت سره موږ مخ شوو او دلیل‌یې هم د دغه ممانعت د وسله‌والو مخالفینو نه‌رضایت وو، هغوی دلته هغه پروژو ته خنډونه ایجاد کړل، هیله ده چې دوی دا دلایل له ملت سره شریک کړي چې دوی ولې د ښوونځیو د جوړولو مخه نیسي."

وسله‌وال طالبان بیا په دې اړه له څه ویلو څخه ډډه کوي.

تر دې وړاندې د پوهنې ریاست په وار وار ویلي چې وسله‌وال طالبان د نجونو د تعلیم مخنیوی کوي، وسله‌والو طالبانو بیا د پوهنې چارواکي د نجونو د ښوونځیو په نه‌جوړولو کې ګرم بللي.

مدني فعالان بیا د ښوونځیو د نه‌جوړولو پړه پر دواړو لورو وراچوي او وايي دواړه لوري نه‌غواړي چې ښځې د زده‌کړو حق ولري.

سلام افغان وايي، ښکاره خبره ده چې طالبان د نجونو له ښوونځیو سره مخالفت ښيي، خو پوهنې ریاست او د سیمې خلکو هم په دغه کار کې ناغېړي کړې ده.

افغان وویل: "پوهنې ریاست د یو مسؤل ریاست، د یو مسؤل ارګان په توګه دا اراده نه‌لري چې ښوونځي جوړ شي، منډه‌یې نه‌ده کړې، غږېدلي نه‌دي، په دې کې تنها پوهنې ریاست نه‌دی ګرم، په دې کې ولس هم ګرم دی چې غواړي، نه‌راغلي، نه پسې ګرځېډلي چې خپلو لوڼو ته ښوونځي ولري."

په غزني کې د ښځو چارو رئیسه شکریه ولي بیا وايي تر اوسه پورې په دې نه‌پوهېږو چې په دغه ولایت کې د نجونو د تعلیم په وړاندې خنډ څوک دي.

خو زیاتوي، د تعلیم په برخه کې د نجونو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

شکریه ولي
شکریه ولي

مېرمن ولي زیاته کړه: "له بده مرغه تر اوسه پورې موږ هم دا مشکل نه‌دی پیدا کړی چې د پوهنې ریاست دا ښوونځي ولې نه‌خلاصوي، دوی باید تلاش وکړي چې د حل لاره پیدا کړي چې دا مکتبونه جوړ کړي."

دا په داسې حال کې ده چې تعلیمي ماهرین په غزني کې د نجونو او ښځو د تعلیم اوسنی حالت تر ټولو بد وضعیت ښيي.

د غزني مرکز اړوند د امیر محمد خان د عالي لېسې مدیره کبرا صاحبزاده وايي، هر چا چې د نجونو او ښځو په وړاندې ستونزې جوړې کړې له هغوی هیله کوو چې دغه ستونزې له‌منځه یو سي.

دا وايي: "دا هیله کوو له خلکو څخه، له قومي مشرانو څخه او په پای کې له طالبانو څخه، چون تعلیم او تربیه، په قران کې هم راغلي دي، زموږ پیغمبر هم ورباندې ټينګار کړی دی چې موږ باید تعلیم او تربیه ولرو، خو که ښځې به ښوونځیو کې وي، ښوونکې وي، ډاکترې وي، پولیسانې وي، دغه د ټولنې مهمه اړتیا ده."

په غزني کې له تېرو ۱۲ کالو څخه په ۱۰ ولسوالیو کې د نجونو هېڅ ښوونځی نه‌شته او له ۱۵ ولسوالیو څخه هېڅ ښځینه فارغه نه‌لري چې د پوهنې په برخه کې تر ټولو بد وضعیت ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG