د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

غزني کې ښځو د شعر او لنډو کیسو په ژبه د تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه وکړه


دغه مېرمنې د شعر او لنډو کیسو په ژبه له ښځو سره د تاوتريخوالي د غندنې ترڅنګ په کورنۍ او ټولنه کې له ښځو سره د تاوتريخوالي بد عواقب بیانوي.    
دغه مېرمنې د شعر او لنډو کیسو په ژبه له ښځو سره د تاوتريخوالي د غندنې ترڅنګ په کورنۍ او ټولنه کې له ښځو سره د تاوتريخوالي بد عواقب بیانوي.    

په غزني کې ښځو د شعر او لنډو کیسو په ژبه له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه وکړه.

د غزني د ملي راډیو تلویزون په تالار کې ترشلو زیاتې میرمنې راغونډې شوې وې، په دوی کې شاعرانې د شعر مینه والې، د لنډو کیسو لوستونکې، د ښځو د حقونو مدافعينې او مدني فعالانې شاملې دي.

دوی پر ځپلو پړونو برسېره په غاړه کې نارنجي ټیکري اچولي وو، شعرونه او لنډې کیسې یې لوستلې.

دوی دغلته د شاعرانو د شعر او لنډې له لوستلو سره نرمه او نازکه موسیقي هم غږېده.

شعر او لنډه کیسه هغه ژانرونه دي چې په ټولنه کې خلک زیاته لېوالتیا ورسره لري

دغه مېرمنې د شعر او د لنډو کیسو په ژبه له ښځو سره د تاوتريخوالي د غندنې ترڅنګ په کورنۍ او ټولنه کې له ښځو سره د تاوتريخوالي بد عواقب بیانوي.

دغه غونډه د 'UN Women Afghanistan' په مالي مرسته جوړه شوې وه.

د غزني دغه مدني فعالانې او د ښځو مدافعینې وايي، شعر او لنډه کیسه هغه ژانرونه دي چې په ټولنه کې خلک زیاته لېوالتیا ورسره لري، نو ځکه دوی له دغه لارې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه کوي.

د دوی په خبره غزني هغه ولایت دی چې دلته د ښځو وضعیت چندان ښه نه برېښي.

نظیفه صالح، د غزني له واغظ ولسوالۍ څخه دغه مشاعرې او د لنډو کیسو غونډې ته راغلې.

نوموړې وایې، د دغه غونډې موخه ښکاره ده، دلته راټولې شویو ښځو خپله مینه د ټولنې له خلکو سره د شعر او کیسې په ژبه شریکه کړه.

دوی وغوښتل چې په ټولنه کې دې له ښځو سره تاوتریخوالی نه، بلکې مینه کیږي: "د ننني پروګرام موخه دا وه چې د غزني ولایت ټولې مېرمنې په یوه شاعرانه فضا کې سره راغونډې شي او خپل درد د شعر په ژبه بیان کړي."

په افغانستان کې لا هم ښځو ته د دوهم موجود په سترګه کتل کېږي او د کور په څلورو ديوالونو محصوره دي.

بنفشه لنګري، د دغه ولایت له قره باغ ولسوالۍ څخه دغه غونډې ته راغلې.

په افغانستان کې لا هم ښځو ته د دوهم موجود په سترګه کتل کېږي او د کور په څلورو ديوالونو محصوره دي.
په افغانستان کې لا هم ښځو ته د دوهم موجود په سترګه کتل کېږي او د کور په څلورو ديوالونو محصوره دي.

دا وايي: موږ په لومړي وار د شعر او لنډې کېسې په ژبه د تاوتریخوالي د مخنیوي غږ پورته کړ: "شعر چې دی ځان ته ډېر پیغامونه لري، د یووالي پیغام، د همغږۍ پیغام، د یو بل منل چې دا هم کولای چې یوه لاره یې دا ده چې د شعر له خوا موږ له یو بل سره اتحاد ولرو، یو له بل سره ګډون وکړو اوږه په اوږه له یو بل سره کار وکړو."

دا چې د شعر او لنډې کېسې ژبه تر کومه بریده د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په راکمولو کې رول ترسره کولای شي؟

نظیفه صالح وايي، دا ډېره خوږه، پسته او درنه ژبه ده، نو ښه اغېزه کولای شي: "شعر او شاعري په ذهینت باندې ډېره مثبته اغېزه لري، یو څوک کولای شي چې خپل درد د شعر په ژبه بیان کړي او خپل غږ تر نورو پورې ورسوي، موږ کولای شو په ګډه سره له تاوتریخوالي څخه لېرې ټولنه ولرو."

شعر او لنډه کیسه د خیال، عاطفې او احساس د بیان تر ټولو اغېزمنه وسیله ده چې په خوږه او سندریزه ژه د دغه هنر بیان تر نور ژر په زړونو اغېزه کوي.

نو بنفشه لنګري وايي، په لومړي ځل په داسې پروګرام کې ګډون کوي چې ښځې د شعر او لنډې کیسې په ژبه د خپل حق غږ پورته کوي او د ټولنې په وګړو په دغه باریکه او عاطفه ژبه غږ کوي چې له دوی سره دې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

نوموړې زیاتوي: "دلته له ډېرو ښځو سره مې وپیژندل، د دوی استعداد ماته معلوم شو، د دوی پیغام او کوم دردونه چې دوی درلودو د شعر په قالب کې د کیسې په قالب کې موږ ته وړاندې کړو او موږ د دوی له استعداده د دوی له خواهشاتو او غوښتنو څخه موږ خبرې شوو، نو دا زموږ له پاره ډیر ګټور پروګرام وو."

په غزني کې د ښځو چارو رئيسه شکریه ولي، يادې غونډې ته ورغلې.

دې په خپلو خبرو کې وويل، موږ په ادبیاتو کې لوستلي چې ښځو له پيړيو پېړیو راهيسي خپل غږ، درد او فرياد د شعر او کيسو په ژبه پورته او منعکس کړی دی.

د شعر او کیسې ژبه عام فهمه او موثره ژبه ده چې له لارې يي کولاى شي ښځې خپلې د ﺯړه ريښتنې خبرې ټولنې ته وړاندې کړي.

نوموړې زیاتوي: "کوم محفل چې نن جوړ شوی وو، دغه محفل د شعر ویلو او کیسو لوستلو وو، له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه نجونو د تاوتریخوالي په اړه شعرونه ولوستل، کیسې یې ولوستلې، هر څه چې ترسره کېدل موخه یې له ښخو سره د تاوتریخوالي مخنیوی وو."

دا په داسې حال کې ده چې هر کال په ټوله نړۍ کې د نوومبر میاشتې له ۲۵مې نېټې څخه بیا د ډسامبر تر ۱۰مې نېټې پورې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخینوي کمپاین ترسره کېږي چې دغه غونډه هم د دغه کمپاین په مناسبت جوړ شوې وه.

ددې راپور غږیزه بڼه هم د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:12 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG