د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

غزني ته تلونکي مسافر: طالبان مو موبایلونه چک کوي او شخصي شیان ورڅخه ثبتوي


په غزني کې د طالبانو چک پواینټ
په غزني کې د طالبانو چک پواینټ

غزني ته له نورو ولایتونو څخه راتلونکي مسافر وايي، وسله‌وال طالبان‌یې په لاره موبایلونه چک کوي او په‌کې د خلکو شخصي معلومات، کورني عکسونه او وېډیوګانې ګوري او کله ناکله‌یې له ځان سره ثبتوي.

خو وسله‌وال طالبان بیا دا خبره ردوي.

د غزني ښار د شهیدانو څلور لارې ترڅنګ د افغانستان له جنوبي ولایتونو څخه د راغلو موټرو تم‌ځای دی.

له اوږدې لارې راغلي ستړي مسافر له موټر دلته ښکته کېږي، اوږده او له خطر ډکه لاره‌یې وهلې وي، څېرې یې ګرد وهلي او په سترګو کې یې ستړیا له ورایه معلومېږي.

هغه لارې چې دوی پرې راتېر شوي ډېر کله د امنیتي او ترافیکي پېښو شاهدې وي، خو غزني ته د رارسېدلو مسافرو په اندېښنو کې یوه بله هم اضافه شوې ده.

دوی وايي په لاره کې یې طالبانو په موبایل ټیلیفونونو کې شخصي معلومات پلټل چې په‌کې د دوی کورني عکسونه او وېډیوګانې هم د طالبانو له‌خوا کتل شوي دي.

حمیدالله چې تازه له اوږده سفر راستون شوی، د غزني په مقر کې د طالبانو د یو چک پواینټ کیسه کوي.

طالبان
طالبان

هغه زیاته کړه: "له کندهاره راتلم، (د مقر ولسوالۍ) په لړمه سیمه کې یې زموږ د سپرلیو موټر ودراوه، د نورو خلکو شخصي ډېټا (معلومات) یې هم وکتله، کله چې زما ډېټا ته راغلل، موبایل‌یې په زور راباندې خلاص کړ، هلته یو څه عکسونه وو، کورني عکسونه هم وو، هغه چې یې وکتل پر ما یې حمله وکړه، تر سوکانو او لغتو لاندې یې راونیولم او موبایل‌یې هم رامات کړ."

د لوګر ولایت مطیع‌الله هم د وسله‌والو طالبانو پر چک پواینټ وربرابر شوی دی.

نوموړی وايي، سیمه نه‌ورمعلومېده خو د غزني په مربوطاتو کې طالبانو ورڅخه موبایل واخیست او هر څه‌یې په‌کې سر تر نوکه وکتل.

دی وايي: "له کندهار راتلم غزني ته لوګر ته تلم، په دې لاره کې طالبانو چک پواینټ درلود، په چک پواینټ‌یې ودرولو او تلاشي یې کړو، په تلاشي کې یې موبایل راڅخه واخیست، هغه ټوله ډېټا او ټول سیسټمونه‌یې وکتل."

مطیع‌الله وايي بخت‌یې ښه و او موبایل‌یې هېڅ نه‌درلودل ځکه خو طالبانو بېرته ورکړ.

دا یوازې حمیدالله او مطیع‌الله نه‌دي چې موبایلونه‌یې په لاره وسله‌والو چک کړي، بلکې غزني ته له نورو ولایتونو او ولسوالیو څخه راتلونکي مسافر هم وايي، وسله‌وال طالبان‌یې په لاره موبایلونه چک کوي.

دوی وايي، وسله‌وال طالبان په موبایلونو کې د مسافرو شخصي حریم ته ننوځي، کورني عکسونه او وېډیوګانې یې ګوري.

دغه مسافر وايي، طالبان د عکسونو او وېډیوګانو له موندلو وروسته مسافر وهي او شکنجه کوي یې.

دوی دا هم وايي که د دغه مسافرو په موبایلونو کې د سرتېرو عکسونه، د وسله‌والو ضد مواد او د دوی له نظریې چپ مواد پیدا کړي، هغه کسان له موټرو ښکته کوي او ځان سره‌یې بیايي.

د غزني محلي چارواکي هم وايي چې له څه وخته وسله‌وال طالبان د خلکو موبایلونه او کمپیوټرونه ګوري.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده وايي: "طالبانو په خلکو لوی ټیلیفونان بند کړي وو، کله چې به‌یې ورسره ګیر کړل ورماتول یې، میموري ګانې یې ورباندې خوړلې، خو اوس پر لویه لارو هم د خلکو موبایلونه چک کوي، ډېټا یې ګوري، د خلکو شخصي حریم ته ننوځي، د کورني عکسونو ترڅنګ که د سرتېرو عکسونه په‌کې پیدا کړي، شکنجه کوي یې، وهي یې حتی وژني یې."

په غزني کې مدني فعال نسیم سوداګر وايي، هغه مسافر چې غزني ته له بېلابېلو لارو تګ راتګ کوي او د طالبانو له چک پواینټونو سره مخ کېږي، د ډېرو موبایلونه طالبان په جزئیاتو ګوري.

هغه وویل: "د دوی شخصي ډېټا چې د دوی په موبایلونو کې ده او ټولنیز ادرسونو ته لاسرسی پیدا کوي، حتی ځینې داسې مواد دي چې کورني مواد دي، شخصي ډېټا هغه ګوري، کله ناکله د ریکوري، ځیني سافټویرونه لري چې د ځینو مسافرو که مشکوک وي او که غواړي د هغوی ډېلېټ کړي مواد ریکور کړي، نو په دغسې حالاتو کې بیا د خلکو شخصي ډیټا د طالبانو موبایلونو او یا هم کمپیوټرونو ته انتقالېږي."

د غزني په سرک باندې د طالبانو چک پواینټ
د غزني په سرک باندې د طالبانو چک پواینټ

خو وسله‌وال طالبان بیا دا خبره ردوي. د دغه ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، وسله‌وال طالبان د استخباراتي معلوماتو پر اساس د ځینو مشخصو کسانو موبایلونه چک کوي، د عامو خلکو موبایلونه نه‌ګوري.

د بشري حقونو د خونديتوب ټولنې د چا له خوښې پرته د هغه د خصوصي موبایل او نورو معلوماتو کتل او پلټل د یو شخص پر شخصي حریم تېری او بشري سرغړاوی بولي.

تر دې وړاندې هم طالبانو د غزني په ځینو ولسوالیو کې د سندرو په اورېدلو، سمارټ (ځیرک) موبایلونو په ګرځولو، د ږیرو په خرېیلو، تېز رنګ او تنګ کالو په اغوستلو، د ټیټو پایڅو په ګرځېدلو او د ډولي وېښتانو په جوړولو بندیز لګولی وو.

د غزني د اندړو، ده یک او ځینو نورو ولسوالیو اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي وو، طالبانو په جوماتونو کې په سپیکرونو کې اعلانونه کړي او دغه محدودیتونه‌یې ورباندې لګولي دي.

XS
SM
MD
LG