د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

په غزني کې د سل کلن جشن له‌پاره اماني اماکېن نه‌دي رغول شوي


د غزني ښار یوه څنډه او د تاریخي منار دی چې په غزني کې د ازادي راډیو خبریال حبیب الرحمن تاثیر اخېستی دی.
د غزني ښار یوه څنډه او د تاریخي منار دی چې په غزني کې د ازادي راډیو خبریال حبیب الرحمن تاثیر اخېستی دی.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له حکم سره سم چې د خپلواکۍ د سلمې کلېزې د جشن په هدف به په هېواد کې د غازي امان الله خان هغه تاریخي اماکېن چې په جګړو او یا هم په طبیعي پېښو کې ویجاړ شوي دي، له سره رغول کېږي، خو په غزني کې لا هم دغه تاریخي نښې همداسې کنډ او کپر پاتې دي.

په غزني ښار کې اماني هوټل او د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د غازي امان الله خان ماڼۍ هغه تاریخي ځایونه دي چې ورځ تر بلې یې حالت مخ په خرابېدو دی.

په دواړو تاریخي ځایونو کې افغان امنیتي ځواکونه مېشت دي چې ‌ډیېری برخې یې جګړو زیانمنې کړي دي.

لیکوال، ژورنالېست او مدني فعال عبدالمجید ژړاند په‌دغه کار کې محلي اداره پړه بولي.

ښاغلي ژړاند په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د غزني محلي اداره نه غواړي چې دغه اماکېن ورغول شي، ګنې په ټول افغانستان کې دغه ځایونه ټول د خپلواکۍ سل کلن له پاره رغول شوي دي."

مدني فعال قدرت الله نرمیوال بیا د دغه ماڼیو په نه رغولو کې فساد ویني،نوموړي په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د غزني محلي ادارې ته په کې د فساد زمینه نه برابرېدل هغه ستونزه ده چې د دغه ماڼیو د جوړېدو مخه یې نیولې، بل ترڅنګ یې ناامني هم هغه مشکل ده چې دلته یې د کارونو مخه ډب کړې ده."

د غزني چارواکي بیا د دغه تاریخي نښو د نه رغولو په برخه کې د مرکزي ادارې ناغیړي ښیي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس بشیر محمدي په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ د دغه ماڼیو د رغولو د سروې چارې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاریخي ابداتو د انجنیرانو پر مټ چمتو کړې، خو له بده‌مرغه چې مالیې وزارت د بودجې له راکولو انکار وکړ، ځکه د دغه ماڼیو د رغولو کارونه نه‌دي پیل شوي."

په دوه زره دیارلسم کال کې غزنی د اسلامي تمدن د پلامېنې له نومول کېدو وروسته دلته د تاریخي ابداتو پر جوړولو په میلیونونو ډالر لګېدلي، خو د دغه ځای اوسېدونکي یې زیاتره برخه فساد ګڼي.

XS
SM
MD
LG