د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

د غزني اوسېدونکي: د ملکي روغتون ډاکټران مو شخصي روغتونونو ته ورغواړي


د غزني ملکي روغتون
د غزني ملکي روغتون

د غزني ولایت اوسېدونکي د ملکي روغتون له خدمتونو څخه شکایت لري.

دوی وايي، په‌دغه روغتون کې:

  • د ډاکټرانو ناسم چلند.
  • د واکسین ورکولو ځای ته د ښځو او ماشومانو نه ورپرېښودل.
  • په زېږد خونه کې د شیریني په نوم د پیسو اخېستل.
  • د ډاکټرانو له لوري د بډو غوښتل.
  • او په روغتون کې ناپاکي هغه ستونزه ده چې دوی ورسره لاس او ګریوان دي.

یو شمېر کسان دا هم وايي چې ډاکټران له دغه روغتون څخه ناروغان شخصي روغتونونو او شخصي لابراتوارونو ته د اکسرې او معاینو له‌پاره لېږي.

بل خوا ددغه روغتون چارواکي د خلکو داسې ادعاوې بې بنسټه بولي.

په غزني کې د ازادي راډیو خبریال حبیب الرحمن تأثیر پرې راپور لري چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:09 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG