د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

روغتیاپالان: په غزني کې د شري ناروغۍ زیاته شوې ده


په غزني کې روغتیاپالان وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ماشومانو د شرې ناروغي زیاته شوې ده چې لامل یې ماشومانو ته د شري د واکسینونو نه لګول، هغوی ته د میندو شیدې نه ورکول او خپلو اولادونو ته نه پاملرنه کول دي.

خو ځیني کسان بیا دا شکایت لري هم چې د واکسینونو د ورکولو د کارکوونکو غیر مسلکيتوب او بې غوري هم د شري د زیاتیدو سبب شوی دی.

د ماشومانو متخصص ډاکټر نجیب الله علیزي ازادي راډیو ته وویل:

"د ځینو خلکو له لوري د کورنۍ ماشومانو ته د واکسین د نه ورکولو ترڅنګ ځینې نور لاملونه چې د شري د ډیرېدو سبب کېږي."

شری چې یوه اخېستونکي ناروغي ده او له امله‎یې ماشومانو ته د عصبي، سینه بغل، تبې او ځینې نورې ناروغۍ پېښېږي، نو د غزني په ملکي روغتون کې د ماشومانو د ځانګې متخصص ډاکټر محمد داوود نېکمل ازادي راډیو ته ویل:

  • پوښتنه دا پیدا کېږي چې ولې دغه ناروغي مخ په ډېرېدو ده؟

بل لورته په غزني کې د عامې روغتیا د معافیت کتلوي مسوول حافظ الله نوري ازادي راډیو ته وویل:

"په‎دغه ولایت کې هېڅ داسې سیمه نه تر سترګو کېږي چې هلته دې د واکسینونو مخنیوی شوی وي، خو د ځینو کورنیو له لوري خپلو ماشومانو د د شري د واکسینونو نه ورکول د شري د ډیریدو لامل کېږي."

د عامې روغتیا د معافیت کتلوي مسوول حافظ الله نوري
د عامې روغتیا د معافیت کتلوي مسوول حافظ الله نوري

د دې پوښتنې په ځواب کې چې له یخچاله بیا ماشومانو ته د ورلګولو ترمنځ په دوران کې د ځینو غیر مسلکي کارمندانو له امله واکسین خپل کیفیت د له لاسه ورکوي.

ډاکټر حافظ الله نوري وویل:

"په دې به ټینګار وکړي چې دا ستونزه له منځه یوسي، څو د شري او د شري له امله د پېښېدونکو ناروغیو مخنیوی وشي."

غزني د افغانستان له هغه ولایتونو څخه دی چې اوسېدونکی یې لا هم پیتاوي او ناسم دودونه پالي چې د بېلابېلو دلیلونو له امله خپلو ماشومانو ته د شري د واکسین ترڅنګ د خپلو ماشومانو له پاره د پولیو او ځینو نورو ناروغیو واکسین، ګولۍ او څاڅکي ورکول د هغوی د راتلونکي زیان ګڼي.

راپور: حبیب الرحمن تاثیر ـ غزنی

XS
SM
MD
LG