د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

په غزني کې د یوشمېر وژل شویو سرتېرو مېرمنې خیرات ټولوي


beggar in ghazni
beggar in ghazni

د غزني ښار په منځ کې د بزازي او سبزيو پلورنځي سړک ترمنځ د تېر شوي سیند پر سر پر اوسپنیز پل ډېری وخت په شنو چادریو کې پټې یو شمېر میرمنې ناستې وي، چې تیرېدونکو کسانو ته د خیرات لاس غځوي.

پروانه د خواجه علي سړک ترڅنګ په یوه خټین او نړیدلي کور کې له خپلو پنځو ماشومانو سره ژوند کوي.

هغه وايي، میړه یې پولیس وو چې دوه کاله وړاندې ووژل شو، د دې په خبره اوس یې د خلکو خیراتونو او صدقو ته سترګې نیولې دي، دولت ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې.

نوموړې وايي: "له خپل عیال سره ناسته یم، یو زوی مې ګونګی دی، دا نور ډېر کوچنیان دي. سوال ته ناسته یم، سهار ځم ماښام راځم، په کور کې شی نه لرم، دا درې څلور ورځې کیږي په کور کې اوړه لا نه لرو، عریضې مې دوه ځلې وکړې، هغه پسې ورکې شوې، دولت نه کومک راسره کړی نه مو شی لیدلی دی، میړه مې په پولیسو کې شهید شو."

فاطمه هم د پروانې په شان کیسه لري. دا د غزني ښار ته ځیرمه په پښتون اباد سیمه کې د یوې زړې هدیرې ترڅنګ په یوه وړه خټینه خونه کې له خپلو دوو وړو ماشومانو سره ژوند کوي.

فاطمه وايي، میړه یې په پولیسو کې و، څلور کاله کېږي چې وژل شوی.

هغه کله خپله او کله بیا خپل ماشومان سوال کولو ته لېږي. "ژوند مو بد دی، میړه مې په پولیسو کې وو، ووژل شو، دومره شی نه لرو چې وېې خورو، کله په خپله ووځم خیر ټولوم او کله دا واړه ماشومان لیږم چې سوال وکړي، نه خوراک شته نه جامې او نه هم کرایې ته پیسې."

د غزني محلي چارواکي بیا د وژل شویو سرتېرو د لاسنیوي او د دوی سره د مرستې خبره کوي.

د غزني والي وحیدالله کلیمزي ازادي راډیو ته وویل، ولایتي اداره هڅه کوي چې د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته سرپناه برابره کړي. ښاغلي کلیمزي وویل، په لومړي سر کې هغه حقه حقوق کوم چې په قانون کې تثبیت شوي، د طرز العامل له مخې دوی ته په خپل وخت سپارل کیږي.

هغه زیاته کړه: "په دوهم قدم کې موږ همېشه کوښښ کړی هغه امکانات چې زموږ په اختیار کې دي، خوراکي او غیر خوراکي موږ وخت په وخت دوی ته سپارو او هغه څه چې زموږ اوس تر کار لاندې دي او کارونه یې تر ډېره پر مخ تللي دي، موږ کوښښ کوو چې دوی ته سرپناوې هم برابرې کړو."

دغه میرمنې د دولت ترڅنګ له ملي سوداګرو او شتمنو هم د مرستې او لاسنیوي غوښتنه کوي.

غزني د افغانستان هغه ولایت دی چې د شدیدو جګړو او ان یو ځل د طالبانو په لاس د سقوط شاهد و چې دې پېښو او جګړو نه یوازې وسلوالو مخالفینو بلکې امنیتي سرتېرو او ولسي خلکو ته هم تلفات او زیانونه واړول.

XS
SM
MD
LG