د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

په غزني کې د ملانوح بابا زیارت په بمونو الوزول شوی 


په غزني کې د ملا نوح بابا ویجاړ شوی زیارت
په غزني کې د ملا نوح بابا ویجاړ شوی زیارت

د غزني له مرکز څخه شااوخوا په ۲۷ کیلومترۍ واټن جنوب لوېديځ لور د اندړو ولسوالۍ اړوندو یرګتو سیمه کې یو زیارت دی.

دغه زیات د مشهور صوفي ملانوح بابا دی چې د کابل ـ کندهار پر لویه موقعیت لري. دغه زیارت ته له لېرې پرتو سیمو ډیری خلک د زیارت کولو لپاره راځي.

نیک محمد د دغه سیمې اوسېدونکي دی، دی وايي، دغه زیارت ته ډېری ښځې، سړي او ماشومان راځي او د لویې لارې موټر چلوونکي د زیارت کولو په موخه موټران دروي، زیارت ته ورځي او د نذر په موخه مینجور ته پیسې ورکوي.

د ملا نوح بابا ویجاړ شوی زیارت
د ملا نوح بابا ویجاړ شوی زیارت

شاعر، لیکوال او فولکلوریسټ اسدالله بلهار جلالزی وايي، دغه زیارت شااوخوا درې سوه کاله پخوانۍ مخینه لري.

دی وايي، ملانوح بابا یو دیني عالم او صوفي و، زیات مریدان یې درلودل او هغوی به یې تل نیکو کارونو ته هڅول.

دی زیاتوي، ملانوح بابا ډېری وخت د غزني په واغظ او اندړو ولسولیو کې تېر کړی او دلته یې زدکړې هم کړي دي: "داسې ویل کېږي چې ملانوح بابا د شاه حسین هوتکي د واکمنۍ پر مهال د غزني او اندړو ولسوالیو په اړوندو سیمو کې دیني زدکړې کړې، دی یو صوفي او روحاني شخصیت وو، دا یوه تاریخي ابده بلله کېدی شي."

ملانوح بابا د پښتنو له مشهورې قبيلې کاکړو سره تړاو درلود.

د افغانستان په نقشه کې د غزني ولایت
د افغانستان په نقشه کې د غزني ولایت

جلالزی وايي چې اوس د دغه مشهور صوفي شخصیت د زیارت یوه برخه په یو وسله وال برید کې تخریب شوې ده.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي، د سې شنبې او چهارشنبې په منځنۍ شپه ناڅرګنده وسله والو دغه زیات په بمونو تخریب کړی دی: "د افغانستان د تاریخ دښمن او د مقدسو ځایونو ورانوونکو، د ملانوح بابا زیارت په بمونو الوزولی دی او دغه کسان له سیمې په تېښته بریالي شوي دي."

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، دغه زیارت افغان هوايي ځواکونو بمبار کړی او دوه تنه ملکیان یې هم په کې وژلي دي.

XS
SM
MD
LG