د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

کندهار کې د ناوړه دودونو سره د مخنیوي په پار مېرمنو ته پوهاوی ورکړل شو


کندهار کې مېرمنو ته د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي، په ودونو کې د لوړو لګښتونو او نورو ناوړه دودونو پر ضد د عامه پوهاوي کمپاین پیل شوی دی.

په یوه ټولګي کې چې شاوخوا ۳۰ تنې د پاخه عمر مېرمنې ناستې وې، یوه ښوونکې ورته د کورنيو مسایلو اړوند عامه پوهاوی ورکاوه.

په دغه عامه پوهاوي کې مېرمنو ته ښودل کېږي چې څرنګه په خپلو کورونو کې د ماشومانو د ځورونې مخه ونیسي، په کورونو کې تاوتریخوالي ونه کړي او خپل نارینه وهڅوي چې په ودونو کې لوړ لګښت کم او لوړ ولور وانه خلي.

د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي د عامه پوهاوي د دغه پروګرام ښوونکې سهیلا صافۍ پر دغه ټولنیزو موضوعاتو د کورنيو پوهول ډېر مهم بولي.

نوموړې زیاتوي: "هدف مو د واده مراسم وو چې ډېر مصارف باید په کې ونه شي، ولور چې ډېره ستره ستونزه ده، باید وانه خېستل شي او ښځو ته مهر وټاکل شي، ښځې باید پر خپلو حقوقو پوه وي او له خپلو حقوقو دفاع وکړي."

مېرمن صافۍ وايي، د کورني او ټولنیز ژوند سره تړلو دغه مسایلو باندې یوازې مېرمنو ته نه، بلکې د هغوی نارینه وو ته هم عامه پوهاوي ورکول کېږي.

دی وايي: "کومې ښځې چې موږ دلته راغواړو نه یوازې هغوی ته عامه پوهاوی ورکوو، بلکې موږ د هغوی نارینه هم را غواړو، د هغوی خاوندان، ورونه، پلرونه هغوی ته هم عامه پوهاوی ورکوو."

د افغانستان په جنوبي سیمو کې د ولور د ټاکلو صلاحیت ډېر کله د نارینه وو په لاس کې وي، خو ۴۰ کلنه پلوشه وايي، مېرمنې کولای شي، د لوړ ولور په مخنیوي کې خپلو نارینه وو ته نظر ورکړي او خپل راتلونکی ژوند د کورني تاوتریخوالي څخه وژغوري.

ارشیف
ارشیف

اغلې پلوشه وايي: "نجلۍ دې ووایي چې زما ولور مه اخله دا ولور ناروا دی،سور اور دی، ښځه خو هم خوله لري چې ورته ووایي یا خپل قریب ته ووایي، اته لکه یا نهه لکه واخلي، وې خوري، مسکینان وشکوي په روزانه یې برابروي، څلور پنځه کاله یې کښینولي وي چې ورته ووایي پنځه روپۍ نه در پریږدي، خاوند یې واخلي سور لغړ یې کړي."

یو باور دا دی چې لوړ ولور او په ودونو کې لوړ مصارف ډېر کله د کورني تاوتریخوالي لامل کېږي.

۳۵ کلنه نادینه چې د عامه پوهاوي په دغه پروګرام کې یې ګډون کړی وايي، تعلیم او زده کړې د کورنیو ستونزو د حل یوازنی لار ده: "سل فیصده زه په دې ډاډه یم څوک چې تعلیم ولري، زده کړې وکړي پوه وي، تاوتریخوالی نه کوي."

په عین وخت کې د کندهار د ښځو چارو رئیسه رقیه اڅکزۍ وايي، د عامه پوهاوي دغه پروګرامونه د کندهار ښار په ټولو ناحیو او ۱۲ ولسوالیو کې د سلګونو نارینه او ښځینه رضا کارانو له خوا ترسره کېږي.

نوموړې زیاتوي: "په هره ولسوالۍ کې سل- سل تنه دي چې ۵۰ یې نارینه او ۵۰ یې ښځینه دي، ځکه مو نارینه په دې پروګرام کې داخل کړي چې زموږ د تحقیق او څېړونو پر اساس معلومه شوې چې په اکثره مسئلو کې زموږ ورونه شریک دي."

په افغانۍ ټولنه کې ناسم رواجونه او ټیټ اقتصاد د دې لامل شوي چې یو شمېر کورنۍ ډېر کله خپلۍ نجونې په ولور ورکړي او د ولور په هغه پیسو خپلي اړتیاوې پوره کړي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

XS
SM
MD
LG