د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

د سولې خبرې؛ "اوربند او د ۷ زرو طالب زندانیانو خوشې کېدل د اجنډا برخې دي"


ټاکل شوې چې نن په دوحه کې د مذاکراتي ټیمونو تر منځ د سولې په اجنډا بحث وشي.
ټاکل شوې چې نن په دوحه کې د مذاکراتي ټیمونو تر منځ د سولې په اجنډا بحث وشي.

په دوحه کې د طالبانو او حکومت د مذاکراتي ټيمونو په طرزالعمل له هوکړې وروسته ټاکل شوې چې د نن ورځې په ناسته کې یو شمېر مهم او برخلیک ټاکوونکي مسایل په اجنډا کې ځای پرځای شي.

د حکومت یوه سرچینه وايي، د افغان پلاوي له لوري به اوربند او طالب پلاوي له لوري به د ۷۰۰۰ نورو طالب بندیانو د خوشې کېدو مسئله په اجنډا کې له شاملو مهمو موضوعاتو وي.

دغه سرچېنه د موضوع د حساسیت له کبله د خپل نوم نه‌ ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل، په اجنډا کې به تر اوربند او طالب بندیانو د خوشې کېدو له مسئلې سربېره سیاسي مشارکت او د کلیو د ملکي کولو مسئله له نورو مهمو مسایلو وي چې په اجنډا کې ورته ځای ورکړل شي.

له بلې خوا د افغانستان د مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون نن د چهارشنبې(د لېندۍ ۱۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې د اجنډا په اړه یادښتونه تبادله شوي او خبرې به ترسره شي: "د دواړو مذاکره کوونکو ډلو ترمنځ د مذاکراتو د اجنډا په اړه یاداښتونه تبادله شوي او ټاکل شوې چې نن په دې بحث وشي چې کوم مهم مسایل په اجنډا کې ځای پرځای شي او په ټوله کې په یو شمېر اساسي موضوعاتو باندې ناسته او بحث وشي زموږ تمه دا ده چې د اجنډا بحث هر څه ژر نهايي شي."

د افغانستان د مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون
د افغانستان د مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون

تر دې مخکي بیا د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان د دولت او طالبانو له مذاکره کوونکو پلاوو غوښتي چې د خبرو پر مهال د تاوتریخوالي ختمولو او په افغانستان کې د اوربند ټینګولو ته لومړیتوب ورکړي.

دملي مصالحې عالي شورا رئیس، عبدالله عبدالله بیا تېره ورځ ویلي چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د سولې پروسې په وړاندې اصلي خنډ وباله.

د افغانستان د حکومت تر څنګ ځینو نورو هېوادونو او سازمانونو هم له طالبانو په افغانستان کې د اوربند ټینګولو غوښتنه کړې وه.

له بلې خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، لا معلومه نه ده چې نن به دغه ناسته وشي او که نه.

افغان حکومت او د طالبانو مذاکراتي ډلو د تیرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د بین الافغاني مذاکراتو د مقدمې په ګډون د طرزالعمل د نهايي کېدو خبر ورکړ.

د تېرې سېپټمبر میاشتې پر ۱۲مه په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات پرانېستل شول، خو پر کاري طرزالعمل او ځینو نورو مسائلو هوکړې ته د نه رسېدو له امله تر اوسه د سولې د خبرو پر اصلي اجنډا غونډې نه دې شوي، هغه څه چې تمه کېږي ډېر ژر ترسره شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG