د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

سمر: د هغې سولې ملاتړي يو چې د افغانستان ټول قشرونه په کې ارامه ساه واخلي


په بشري حقونو کې د افغان دولت وزيره سيما ثمر وايي، د سولې په خبرو کې د ښځو کمرنګه حضور دغه پروسه نه شې بريالۍ کولای.
په بشري حقونو کې د افغان دولت وزيره سيما ثمر وايي، د سولې په خبرو کې د ښځو کمرنګه حضور دغه پروسه نه شې بريالۍ کولای.

په داسې حال کې چې په قطر کې د سولې خبرې له یو اوږد څه ځنډ وروسته یو ځل بيا هیله بښونکې ښودل شوي، بشري حقونو کې د افغان دولت وزيره سيما سمر وايي، هغه خبرو کې چې د افغان ښځو حقوق او حضور خوندې نه وي بې ګټي دي.

نوموړې د سې شنبې (د لېندۍ ۸مه) په ورځ په کابل د سولې، رسنۍ او مدني ټولنې په نوم د کلید ګروپ له خوا جوړې شوې غونډې ته وويل، لازمه ده چې د ټولنې ټولې برخې د سولې په خبرو کې خپل ځان وويني.

که د سولې په خبرو کې د افغانستان د نيم نفوس نظريات نه وي په داسې یوې سوله کې پرمختک نشته.

نوموړې وویل: "سوله په افغانستان کې هغه مهال تل پاتې کېدای شي چې د ټولو اړخونو حقوق په کې خوندي وي، موږ د هغې سولې ملاتړي يو چې د افغانستان ټول قشرونه په کې ارامه ساه واخلي، د سولې په خبرو کې د ښځو، مدني ټولنو او د جګړې د قربنيانو حضور مهمه دی."

د اغلې سمر په وينا د افغانستان په دې نازکو شرايطو کې د جګړې له ټولو خواو غواړو چې د بشري حقونو په خونديتوب کې هڅه وکړي.

له دې سره هم مهاله د ولسي جرګې غړې فرزانه کوچۍ وايي، که د سولې په خبرو کې د ښځو حقوق او ټولنيز پرمختګونه په پام کې ونه نیول شي مانا به ونه لري.

اغلې سمر وویل، افغان ميرمنې اوس د روانو خبرو پايلو ته په تمه دي او د هغو خبرو ملاتړ کوي چې بشري او د ښځو حقونه په کې خوندي وي.
اغلې سمر وویل، افغان ميرمنې اوس د روانو خبرو پايلو ته په تمه دي او د هغو خبرو ملاتړ کوي چې بشري او د ښځو حقونه په کې خوندي وي.

دی وايي: " که د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه نه وي، د ښځو اراده نه وي، د ښځو هغه اصلي انځور په کې تمثيل نه شي، څوک يې غږ پورته نه کړي، د سولې هوکړه وشي او د سولې په خبرو کې د افغانستان د نيم نفوس نظريات نه وي په داسې یوې سوله کې پرمختک نشته."

د اغلې کوچې په خبره، د داسې سولې ملاتړې نه ده چې په هغه کې ټول ارزښتونه تر پښو لاندې شي.

نن په هلمند کې هم د ښځو یوې ډلې د سولې په خبرو کې د دوی د وندې او حقونو د خوندیتوب په اړه غونډه درلوده.

د سولې په خبرو کې د ښځو د حضور په اړه په داسې حال کې اندیښنې راپورته کېږي چې له دې وړاندې افغان حکومت هم د دوی برخې حضور په سوله کې اړين او غوښن بللی، خو د ښځو د حقونو يو شمېر مدافعین بيا په دې خبرو کې د ښځو کمرنګه حضور د ځان لپاره د خطر ټالۍ بولي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG