د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

"مذاکراتي ډلې دې د تاوتریخوالي ختمولو او اوربند ټینګښت ته لومړیتوب ورکړي"


قطر کې د بین الافغاني خبرو د پرانیستغونډې یوه څنډه -12.9.2020
قطر کې د بین الافغاني خبرو د پرانیستغونډې یوه څنډه -12.9.2020

تمه کېږي، چې د دولت او طالبانو مذاکره کوونکي نن په قطر کې «مهم او جدي» بحثونه پیل کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان یو چارواکی د افغانستان د دولت او طالبانو له مذاکره کوونکو پلاوو غواړي، چې د خبرو پر مهال د تاوتریخوالي ختمولو او په افغانستان کې د اوربند ټینګولو ته لومړیتوب ورکړي.

د دغه سازمان د جنوبي اسیا د برخې څېړونکي زمان سلطاني، تېره شپه له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل: "موږ په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو ته سخت اندېښمن یو، هیله من یو چې د سولې خبرې په افغانستان کې د تاوتریخوالي او ملکي تلفاتو د ختمېدو سبب شي، موږ په مشخص ډول د شخړې له ښکېلو اړخونو غوښتنه کوو، چې په افغانستان کې ملکیانو ته له هر ډول زیان اړولو ډډه وکړي."

د افغانستان د روانې جګړې د ختمولو لپاره د دولت او طالبانو مذاکره کوونکي نن چهارشنبه په قطر کې هغه خبرې پیلوي، چې د ملي مصالحې عالي شورا د ریس، عبدالله عبدالله په خبره «جدي او مهمې» دي.

ښاغلي عبدالله پرون په کابل کې وویل، د مذاکره کوونکو ترمنځ به هغه بحثونه مطرح شي، چې د خلکو غوښتنه منعکسوي، لکه د اوربند موضوع.

ښاغلي عبدالله د شنبې په ورځ د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې په پرانیستغونډه کې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د سولې پروسې په وړاندې اصلي خنډ وباله.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

د افغانستان د حکومت تر څنګ ځینو نورو هېوادونو او سازمانونو هم له طالبانو په افغانستان کې د اوربند ټینګولو غوښتنه کړې وه.

خو په واشنګټن کې د نړیوالو چارو انسټېټیوت مشر هاشم وحدتیار وايي، طالبان په څو دلایلو اوربند نه کوي.

هغه زیاته کړه: "طالبان فکر کوي چې خپلو اهدافو ته ډېر نږدې شوي، چې له افغانستانه د امریکایانو وتل او افغانستان ته د طالبانو ستنېدل دي، ځکه نو دوی نه غواړي دغه فرصت له لاسه ورکړي، دوی وايي که اوربند وکړي، له خپلو اهدافو به ډېر لیرې پاتې شي."

ملګرو ملتونو د اکتوبر میاشتې پر ۲۷مه په خپل یوه راپور کې ویلي وو په افغانستان کې تاوتریخوالی نه دی کم شوی.

د دغه سازمان په خبره، د جنورۍ له لومړۍ د سپټمبر تر دېرشمې په افغانستان کې د جګړو له کبله تر ۲۱۰۰ ډېر ملکيان وژل شوي او تر ۳۸۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دې مخکې په افغانستان کې د تاوتریخوالي او ملکي مرګ ژوبلې د زیاتېدو عاملان افغان او بهرني ځواکونه بللي وو.

د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو افغانستان ته د سولې راوستلو لپاره په خپلو کې د فبرورۍ پر ۲۹مه موافقه لاسلیک کړه.

مایک پومپیو
مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ډسمبر پر څلورمه په یوه انلاین امنیتي غونډه کې ویلي وو، په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ لوړه سطحه د منلو نه ده.

که څه هم له طالبانو په وار- وار د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه شوې، خو په افغانستان کې د دوی حملې ختمې شوې نه دي.

XS
SM
MD
LG