د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

کابل ته د خان سفر؛ چارواکو سره به یې خبرې پر اقتصادي پراختیا ورټولې وي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د پاکستان صداعظم عمران خان به روان اوونۍ پلازمېنې کابل ته راشي او د افغان حکومت له مشرانو سره به وګوري.

دا خبرې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې(د لړم ۲۷مه) په ورځ یوې خبري غونډه کې وکړې.

ښاغلي صدیقي که څه هم د دغه سفر ورځ کره نه‎کړه، خو مخکې تر دې یو شمېر پاکستاني رسنیو ویلي، ټاکل شوې چې عمران خان د پنجشنبې په ورځ له اسلام اباد کابل ته ولاړ شي.

د ښاغلي صدیقي په خبره، په دغه سفر کې به نوموړی له ولسمشر غني او د افغان حکومت له یو شمېر نورو مشرانو سره وګوري چې تر ډېره به خبرې د اقتصادي همکاریو په پراختیا راټولې وي.

نوموړی وايي چې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه به هم خبرې وشي چې جزئیات به یې تر لیدنو کتنو وروسته شریک شي: " د سولې موضوع به بې له شکه چې د بحث وړ یوه موضوع وي، موږ د دولت په توګه او د افغانستان خلک تل د دې غوښتونکي وه چې افغانستان ته سوله راشي، خو تاسې په جریان کې یاست چې موږ ستونزې لرو چې غواړو په خپل مدیریت او مشرۍ یې حل کړو، نو اجازه راکړئ چې دا سفر وشي."

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

ښاغلي صدیقي د ازادي راډیو د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې په قطر کې د سولې خبرې له ستونزو سره مخ شوي او د حکومت د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي بېرته کابل ته راغلي وویل: "افغان حکومت او د حکومت مرکچي پلاوی، ډېرې هڅې کوي او کړې یې دي چې مذاکرات ادمه پیدا کړي، زموږ د مرکچي پلاوي یو شمېر غړو به د شخصي مسایلو لپاره کابل ته سفر کړی وي خو پلاوی لا هم قطر کې دی."

دا په داسې حال کې ده چې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار عبدالرزاق داوود تېره ورځ د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته را رسېدلی، د افغان حکومت د سوداګرۍ او اقتصاد وزارت له چارواکو سره یې لیدلي او د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې یې د شته ستونزو په اړه ورسره خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG