د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

هشت صبح: د سولې خبرې نوي او مهم پړاو ته داخلې شوې چې پیچلې مرحله ده


ارشیف، قطر کې د سولې په اړه د غونډې یوه څنډه
ارشیف، قطر کې د سولې په اړه د غونډې یوه څنډه

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې د خبرو پر تګلارې د هوکړې په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پر تګلارې تر هوکړې وروسته اوس دا موضوع یو نوي او مهم پړاو ته داخله شوه او تمه ده چې نن شنبې (د لېندۍ ۱۵مه) د خبرو پر اجنډا بحث پیل شي.

ورځپاڼې دا یوه پیچلې مرحله بللې او په وینا یې، په دغه مرحله کې د طالبانو اجنډا دا ده چې د دوی پاتې بندیان خوشې او پر دې ډلې نړېوال بندیزونه لېرې شي او د افغان دولت اجنډا بشپړ اوربند یا د پام وړ تاوتریخوالي کمول دي چې دواړه لوري به د مذاکراتو پر مهال پرې خبرې وکړي.

د سرمقاله لیکوونکي په باور په لومړي اجنډا کې به د اوربند په مسئلې توافق ونه شي ځکه سرمقاله لیکونکی لیکي، د اوربند په بدل کې د طالبانو غوښتنه 'موقت' حکومت دی هغه څه چې افغان دولت ته د منلو نه دي.

  • وېسا

وېسا ورځپاڼې لیکلي چې له اوږده انتظار وروسته بالآخره په قطر کې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوو ویلي چې د بین الافغاني مذاکراتو پر طرز العمل سره سلا شوي دي.

وړاندې راغلي، له دې وروسته به پر اجنډا کار کېږي او له ټاکل شوې اجنډا سره سم به بین الافغاني مذاکرات پیلېږي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې دواړو خواوو د سولې د خبرو په کړنلاره شااوخوا شل ورځې مخکې هوکړه کړې وه، خو د ښاغلي غني مخالفت یې په رسمي ډول اعلان ځنډولی و.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، د افغان حکومت مرکچي پلاوی هيله مند دی چې نن د شنبې ورځ به د اجنډا پر سر کار پيل کړي او لومړۍ غوښتنه به يې اوربند وي.

خو ورځپاڼې، د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد دا خبرې هم راخیستي چې د بين الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره پر تګلارې هوکړه د جګړې کمښت يا د پای په برخه کې کوم اغېز نه لري، بلکې کله چې دواړه لوري په دې برخه کې یوې هوکړې ته رسېدل بيا به د جګړې ليکې سړېږي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا په داسې حال کې ده چې نړيواله ټولنه هم، تر هر څه دمخه په اوربند ټینګار لري.

XS
SM
MD
LG