د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

زلمی خلیلزاد: افغانستان کې د جګړې دوام خواشینوونکی دی


زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي په افغانستان کې د جګړې پر دوام خواشیني وښوده.

زلمي خلیلزاد ویلي، دې ته اړتیا ده چې سیاسي جوړجاړی وشي، تاوتریخوالی کم شي او اوربند وشي.

زلمي خلیلزاد پرون ناوخته په ټویټر کې ولیکل: "له بده مرغه جګړه روانه ده. د یوه سیاسي جوړجاړي، د تاوتریخوالي کمولو او فوري اوربند ته اړتیا پر ځای پاتې ده."

په قطر کې د دولت او طالبانو مذاکرې چې د سپټمبر له ۱۲مې روانې وې، د ۲۰ ورځو لپاره وقفه په‌کې راغلې او د دولت هیئت د نورو سلا مشورو لپاره نن کابل ته ستنېږي.

د دولت د مذاکره کوونکي هیئت یوې غړې حبیبې سرابي د یکشنبې په ورځ وویل، دوی به له طالب مذاکره کوونکو سره په راروانو بحثونو کې په افغانستان کې د جګړې پر بندېدو او د اوربند پر ټینګېدو تمرکز وکړي.

حبیبه سرابي
حبیبه سرابي

که څه هم په قطر کې د سولې خبرې روانې وې، خو په افغانستان کې د جګړو اور هغسې تود و او زیات زیان‌یې هم ملکیانو ته واوښت.

په تازه مورد کې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د یوې بمبارۍ په نتیجه کې د ۱۱ ملکیانو د وژل کېدو ادعا شوې ده.

د ده سبزي کلي اوسېدونکي عبدالصمد چې وايي وژل شوي یې د کورنۍ غړي دي ازادي راډیو ته ویلي، دغه بمباري د شنبې ناوخته شوې او په وژل شویو کې ۳ ښځې هم شاملې دي.

خو د کندهار امنیتي چارواکو ویلي دغه ملکي کسان په بمبارۍ کې نه، بلکې د وسله‌والو طالبانو په موټر بم برید کې وژل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو حمله د دولتي ځواکونو کار بللی او ادعا لري چې په نتیجه کې یې د ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکیان وژل شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پرون دوشنبه وویل، د دوی لومړنۍ موندنې ښيي چې په ارغنداب کې د ماشومانو په ګډون ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، خو د عامل په اړه‌یې ضد و نقیض راپورونه ورکړل شوي دي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو یو استازی ګل احمد کمین وايي، په ارغنداب ولسوالۍ کې د ملکيانو د مرګ‌ژوبلې شمېر تر دې زیات دی: "ملکي تلفات په ارغنداب کې تر دې ډېر دي، خو دا یوه مسئله یو څه رسنیزه شوه، ځکه په هغه کې ماشومان او ښځې وې، هلته ملکي تلفات خورا زیات دي، خو رسنیو ته نه‌راوځي، ځکه جنګي حالت دی. اکثره کوڅې او باغونه په ماینونو پوښلي دي. ډېر کسان پر ماینونو وختل یا هم په مخامخ جګړه کې د درنو وسلو له کبله ووژل شول، ځکه د خلکو له کورونو مورچلونه جوړ شوي دي."

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پرون په خپله اعلامیه کې له ارقامو وړاندې کولو پرته په لغمان کې هم ملکیانو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو یوه مورد ته تر اشارې وروسته د جګړې له ښکېلو لورو غوښتنه کړې چې د ملکیانو خوندیتوب ته جدي پام وکړي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان هم په افغانستان کې د جګړو د بندېدو غوښتنه کړې ده.

جنرال سکاټ مېلر په هغه پیغام کې چې ناټو تړون پرون پر خپل رسمي ټویټر حساب خپور کړی ویلي: "که طالبان خپل تاوتریخوالی کم نه‌کړي، لویه اندېښنه مې دا ده چې هغه فرصت به ضایع شي چې ترلاسه کولو یې نږدې ۲۰ کاله وخت ونیوه."

وسله‌والو طالبانو د تاوتریخوالي د زیاتېدو مسؤل افغان او بهرني ځواکونه بللي دي.

XS
SM
MD
LG