د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

اندړ: حکومت هېواد کې دننه د خبرو د ځای ټاکلو اختيار طالبانو ته ورکړی


 د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي " حتمي ده چې د خبرو په بیا-پیلیدو کې ځنډ ونشي او هغسې چې هوکړه شوې ده، باید د جنورۍ پر ۵ بیاپیل شي."

بل خوا د افغان جمهور ریس اشرف غني د دوشنبې په ورځ د خپل ملي امنیت د سلاکار پر هغو څرګندونو ټینګار وکړ چې وايي دوی غوره ګڼي چې د سولې دویم پړاو خبرې دننه افغانستان کې وشي.

د جهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټویټر د ښاغلي غني له خولې ویلي " که طالبان ادعا کوي چې د افغانستان په خاوره کې دي، ولې په افغانستان کې د سولې خبرې نه کوي؟ "

خپله طالبانو تر اوسه د افغان حکومت پر دې وړاندیز نظر نه دی څرګند کړی.

خو ځینې شنونکو ازادي راډیو ته ویلي، طالبان ښايي د افغانستان پر ځینو برخو کنټرول ولري، خو دا چې هلته ځان دومره خوندي او ډاډمن احساسولی شي چې په کې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي؟ ښايي یو بحث وي، چې پرې نور کار، باور جوړیدنې او د دواړو لور سلا ته اړتیا ده.

خو ولې په داسې وخت کې چې خبرو کې څو ورځې رخصتي راغلې افغان حکومت د یو درییم ګړي هېواد پر ځای غواړي د سولې خبرې دننه افغانستان کې وشي؟ دا چاره شرایطو ته په پام څومره ممکنه ده؟

په دې اړه اجمل اند د افغانستان د ملي امنیت د شورا له ویاند رحمت الله اندړ سره مرکه کړې.

ښاغلی اندړ په پیل په قطر کې له څو کلونو راهېسې د افغان سولې په اړه په شویو کارونو غږیږي.

دا مرکه له دې ځایه اوریدلی شئ.

اندړ: حکومت هېواد کې دننه د خبرو د ځای ټاکلو اختيار طالبانو ته ورکړی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:32 0:00
مستقیم لېنک

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG