د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

اشرف غني: افغانستان کې دننه چېرې چې طالبان غواړي، پر سوله ورسره غږېږو


د افغانستان ولسمشر اشرف غني
د افغانستان ولسمشر اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وایي، دولت یې چمتو دی، د افغانستان د خاورې دننه هر چېرې چې طالبان وغواړي، ورسره د سولې خبرې وکړي.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي نن دوشنبه(د لېندۍ ۲۴مه) په څو ټویټونو کې وویل چې اشرف غنې نن د کابینې غونډې ته وویل چې که طالبان د افغانستان په جغرافیې پورې ځان تړي، نو ولې د دې هېواد د خاورې دننه خبرې نه کوي.

ولسمشر غني ویلي چې دی د افغانستان د خاورې دننه د خبرو د بل پړاو د ترسره کېدو لپاره د افغانستان د ملي امنیت د سلاکارحمدالله محب د وړاندیز ملاتړ کوي.

طالبانو د ښاغلي محب له دغه وړاندیز وروسته وویل چې پر هغه غور کوي.

د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاوو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د خبرو په لومړي پړاو کې چې څه باندې درې میاشتې یې وخت ونیو، یوازې پر کړنلارې سلا کړې او د خبرو د دوام لپاره یې اجنډاوې له یو بل سره تبادله کړي دي.

دواړو لورو ویلي چې د خبرو بل پړاو به د جنوري په پنځمه پیل کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG