د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

په افغانستان کې دننه د سولې د خبرو لپاره شرایط څومره برابر دي؟


قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستغونډې یو انځور 12.9.2020
قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستغونډې یو انځور 12.9.2020

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، که د سولې د خبرو راتلونکې خبرې په افغانستان کې دننه ترسره شي، هم به له بهرنیو اغېزو خلاصې وي، هم به د هېواد واقعیتونه په ښه توګه منعکس کړي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب د شنبې په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي، د افغانستان دننه د سولي خبرې به ټولو ته د باور وړ ځانګړې امنیتي ساحه رامنځته او افغان ولس ته به پر سوله او مذاکراتو د مالکیت او نظارت توان ورکړي.

په افغانستان کې دننه د سولې د خبرو لپاره شرایط څومره برابر دي؟

اجمل اند په دې اړه د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند رحمت الله اندړ پوښتلی.

ښاغلي اندړ په پیل کې دې پوښتنې ته ځواب وايي، چې ولې افغان حکومت د یو دریېم ګړي هېواد پر ځای افغانستان کې دننه د سولې خبرې کول غواړي؟

د لاندې لینک په کېکاږلو سره د ښاغلي اندړ څرګندونې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:12 0:00

XS
SM
MD
LG