د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

ازادي راډیو ترلاسه کړی متن: د سولې د خبرو بنسټ ۴ مهم موضوعات دي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري، په قطر کې د سولې د غونډې یوه څنډه
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري، په قطر کې د سولې د غونډې یوه څنډه

د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو د تګ‌لارې متن چې ولسمشرغني یې د سولې لومړنی پړاو خبرې بولي، ازادي راډیو تر لاسه کړی دی.

  • د سولې خبرو د اساس په توګه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون منل.
  • د تل‌ پاتې سولې لپاره د افغانستان د خلکو غوښتنو ته پاملرنه.
  • د تل‌پاتې سولې لپاره د دواړه لوریو ژمنتیا.
  • او همدا ډول د تل ‌پاتې سولې د ملګروملتوو همیشنۍ غوښتنه، هغه مهم څلور موضوعات دي چې دې متن کې راغلي دي.

د افغانستان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي یو غړی چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته د سولې مذاکراتو د تګ‌لارې دا هوکړه شوی متن تأییدوي.

د افغانستان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي دا غړی د تګ‌لارې درې موضوعات، د افغانستان د خلکو، مذاکره کوونکي پلاوي او ملګرو ملتونو غوښتنه په دې ډول تشریح کوي چې د خلکو له غوښتنې موخه د لویې مشورتي جرګې پرېکړه ‌لیک، له دواړو لوریو موخه افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو اسلامي تحریک او د ملګرو ملتونو د غوښتنې څخه موخه د دې سازمان ۲۵۱۳ شمېره پرېکړه ‌لیک دی.

د افغانستان دولت مذاکره کوونکی پلاوی
د افغانستان دولت مذاکره کوونکی پلاوی

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د ۲۵۱۳ پرېکړه لیک په صادرولو سره د افغانستان د سولې لپاره هڅې وستایلې او ویې ویل چې دا سازمان د رایو په اتفاق د افغانستان دولت او طالبانو غواړي چې د ښه نیت په ښودلو سره، د تاوتریخوالي په کمولو او د زندانیانو په ازادۍ سره د یوه او بل ترمنځ لا ډېر باور جوړ کړي.

د افغانستان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي د دې غړي له قوله، د جرمني، ناروي او قطر هېوادونو هر یوه په ځانګړي ډول د دې درې عبارتونو توضیح لاس‌لیک کړې او یو نقل کاپي یې دواړو لوریو ته ورکړې ده.

د سولې خبرو د تګ‌لارې په متن کې ۲۱ اصول د دې خبرو د پر مخ وړلو لپاره ټاکل شوي دي.

  • د دین او هېواد د ګټو خلاف د هر ډول موضوع نه ځایوول.
  • د سولې خبرو په ښه نیت او د بریالیتوب په ارادې، په صداقت او ښه فضا کې پرمخ وړل.
  • یوه او بل ته احترام .
  • او د کلام عفت ساتل د دې اصولو له ډلې یو شمېر دي.

په دې اصولو کې همدا ډول راغلي، د مذاکراتو پر مهال پر یوې موضوع د هوکړې د نه کولو پر مهال، دا موضوع باید د ګډې کمېټې له ‌خوا حل شي او د اختلاف په صورت کې به د دواړه لوریو ګډ پلاوی د شرعيت په رڼا کې هغه حلوي.

د مذاکراتو په اصولو کې له هر لوري درې لیکونکي یا کاتبین په نظر کې نیول شوي او د پرېکړې هر متن به د غونډې په پای کې د دواړو لوریو له‌خوا تاییدېږي.

د هغو معلوماتو په اړه چې له رسنیو سره شریکېږي، باید دواړه لوري پرې هوکړه وکړي او له غیر مسوولانه څرګندونو هم باید ډډه وشي.

د دې تګ ‌لارې په ۱۴مه ماده کې راغلي، مشورې ته د اړتیا پر مهال به چې د هر لوري له‌خوا وړاندیز کېږي، وقفه اعلانېږي.

په شپاړسمه ماده کې بیا لیکل شوي چې کوربه او اسانچاري به یوازې د کوربه او اسانچارو په توګه مطرح وي او د مذاکراتو په غونډو کې به ګډون نه کوي.

د اسنادو پټ ساتل ډېر مهم ګڼل شوي او دا هم ویل شوي چې د دواړو لوریو له ‌خوا د هوکړې پرته د هغو مواردو رسنیز کولو چې مذاکراتو ته زیان رسوي، باید ترې ډډه وشي.

د دې تګ‌ لارې به ۲۱مه ماده کې راغلي، رسنۍ او هغه کسان چې په بېلابېلو نومونو غواړي د مذاکراتو سیمې ته ولاړ شي، باید له دې ځای لېرې وساتل شي.

د همدې مادې په دوام کې یادونه شوې چې د مذاکراتو ټول اسناد به په پښتو او دري ژبه چمتو کېږي او د دواړو ژبو اعتبار یو ډول دی.

د افغانستان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي یو بل غړي هم ازادي راډیو ته وویل چې د دې تګ‌لارې ډېر متن د مذاکراتو د تګ‌لارې له اصلي متن سره برابر دی، خو په قطر کې د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي ویاند له دې کبله چې د دې ډول معلوماتو رسنیز کول محرم بولي، د تګ‌لارې دا متن نه تایید او نه هم رد کړ.

د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې د سېپټمبر په ۱۲مه پیل شوې او د خبرو د تګ‌لارې په اړه بحثونو نږدې ۳ میاشتې وخت ونیوه او بالاخره د ډسمبر په دوهمه نېټه دواړو لوریو اعلان وکړ چې د خبرو پر تګ‌لارې هوکړې ته رسېدلي دي او د سولې خبرو پر اجنډا به هم هر ژر خبرې پیل شي.

XS
SM
MD
LG