د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

پکتیا والي: جنګیالي طالبان د قطر سیاسي دفتر سره همغږي نه دي


پکتیا کې موټر بم برید وروسته د سیمې حال
پکتیا کې موټر بم برید وروسته د سیمې حال

د پکتیا والي ادعا کوي، چې د پنجشنبې د ورځې د ماښام موټر بم برید وسله والو طالبانو کړی او دا ښيي، چې وسله وال جنګیالي طالبان د قطر د سیاسي دفتر له مسئولینو سره همغږي نه دي.

د پنجشنبې د ورځې ماښام شپږ او دېرش دقیقې د پکتیا مرکز ګردېز د موټر بم یوې درنې چاودنې ولړزاوه.

دغه چاودنه چې، د ښار د لومړۍ حوزې اړوند د خوست لین په سرک د افغان ځواکونو په یوه ګزمه وشوه، درې سرتېري یې ووژل او ۱۹ ملکي وګړي یې ټپیان کړل.

دغې چاودنې د شاوخوا سیمې د خلکو مارکېټونو او عامه شتمنیو ته هم زیان اړولی.

داکټر خانزاده چې د چاودنې ځای ته څېرمه د روغتیایي توکو دوکان لري، د ماتو شیشو په پاکولو او د خپلې هټۍ د خواره شویو توکو په راټولولو بوخت دی.

دی وایي، چاودنې یې د دوکان ډېره برخه طبي وسایل تخریب کړي، چې زیات مالي زیان ور رسېدلی.

پکتیا کې موټربم برید دکاندارانو ته زیان هم اړولی دی
پکتیا کې موټربم برید دکاندارانو ته زیان هم اړولی دی

هغه زیاتوي: "موږ ته تقریباً تر میلیونونو افغانیو زیان اوښتی دي، زما یو شرکت دی، چې هغه کې لابرتواري ماشینونه او طبي وسایل دي، چې هغه ټول تخریب شوي دي او بل دوکان مې هم ډير زیان لیدلی ټولې شیشې یې ماتې شوي دي."

د ده په څېر د لسګونو نورو هټیوالو دوکانونه هم د چاودنې له امله ویجاړې شوي دي.

دوی په جګړه کې له ښکېلو کسانو په ښارونو کې د چاودنو او د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کوي.

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي ازادي راډیو ته وویل، چې وسله والو طالبانو د دوحې د هوکړې پر خلاف تاوتریخوالی او په ښارونو کې لوی بریدونه زیات کړي دي.

نوموړی ادعا کوي، چې د تېرې ورځې موټر بم برید هم د وسله والو طالبانو کار دی.

دی وایي، په دې کار سره یې یوځل بیا ثابته کړه، چې په جګړه کې جنګېدونکي وسله وال طالبان د قطر د سیاسي دفتر له غړو او مسېولینو سره په یوه خوله نه دي.

حلیم فدايي
حلیم فدايي

فدايي زیاته کړه: "دا کار مطلق وسله والو طالبانو کړی، که څه هم دوی د دوحې په هوکړه کې منلې وه چې خشونت به کموي، خو دوی لا زیات کړی دی او د دوی دغه برید وښودله چې د وسله والو طالبانو په صفوفو کې ګڼې ډلې، مختلف کماندو موجودیت دی، چې دوی غواړي، له دې لارې د سولې پروسه په تکتیکي توګه پر مخ یوسي."

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله، عبدالله د یوې اعلامیې په خپرولو سره د موټر بم دغه چاودنه غندلې او دا یې د سولې په برخه کې د شویو پرمخګتونو په وړاندې لوی ګواښ بللی دی.

نوموړي پر وسله والو طالبانو د سولې لپاره پاک نیت د ښودلو په هدف د تاوتریخوالي د کموالي غوښتنه کړې.

وسله والو طالبانو تر اوسه ددې چاودنې د رد او تایید په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG