د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

عبدالعزيز: د ٦ زامنو درد او ناروغۍ مې ټوله کورنۍ نارامه کړې


مولوي عبدالعزيز او د هغه زامن
مولوي عبدالعزيز او د هغه زامن

مولوي عبدالعزیز هغه پلار چې شپږ زامن يې د وينې د سپينو کرویاتو د کمۍ په ناروغۍ اخته دي.

مولوي عبدالعزیز وايي، د بچو د درد او ناروغۍ له امله يي ټوله کورنۍ نا ارامه ده.

هغه وايي، د اولادونو چغې اورې او ستونزې يې په خپلو سترګو ګوري خو د درلمنې وس يي نه لري.

دوى د کونړ ولایت ماڼوګي ولسوالۍ ټنټیل کې اوسېږي.

د مولوي عبدالعزيز زامن
د مولوي عبدالعزيز زامن

د مولوي عبدالعزيز زامن هر یو د رغېدو او د روښانه راتلونکې په هیله دي، خو کورنۍ يې د درملنې وس نه لري.

شاکرالله ۲۵ کلن او د سید جمال الدین افغان پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د انګليسي څانګې د دریم کال محصل دی.

هغه وایي، د پنځو ورونو سره یوځاى د ناروغۍ له امله دردونه او ستونزې ګالي.

هغه زياتوي: "په بدنونو او هډوکو مو درد راځي، د وينې سپین کرویات دلته نه پیدا کېږي، موږ د درملنې لپاره پاکستان ته ځو د وېزو اخستلو پرمهال وهل هم خورو، پلار مو په قاچاقي ډول درملنې لپاره پاکستان ته رسوي، کوم ځای مو چې ټپي شي وينه يې نه ودرېږي او کوم ځای چې خوږ شي هغه شين شي او وپړسېږي، څو مو چې د وینې سپين کرویات نه وي اخستي وينه همداسې روانه وي."

شاکرالله وايي، په ډېرو ستونزو يې تر پوهنتون ځان رسولی او که درملنه يې وشي غواړي خپل تحصیل ته دوام ورکړي، څو روښانه راتلونکي ولري، او په خبره يې هر یو ورو يې د رغېدو او د ښه ژوند تېرولو هیله لري.

پنځوس کلن مولوي عبدالعزیز وايي، پخوا يې سوداګري کوله، ژوند يې ښه روان و او د خپلو ناروغو بچو يې درملنه کولی شوه، خو اوس يې د زړه زور کمېدو ترڅنګ اقتصادي حالت هم کمزوری شوی او په وينا يې د بچو درملنه يې له وسه وتلې ده.

هغه وايي، ډېری شپې د خپلو بچو د درد او فریاد له امله ارام او خوب نه شي کولی.

نوموړي وويل: "له حده وتلې مشکله ده، ځکه داسې شپه راغلې ده، چې تر سهاره يی خويندو، مور او د کورنۍ نورو غړو په ژړا کې تېره کړې ده، ځکه هغوي باندې درد وي، ما د خپل بدن څخه دوي ته تقریباً ۷۴ خلطې وينه ورکړې ده، ورېرونو، ورونو، خپلوانو او دوستانو هم وينه ورکړې، يو شمېر خيریه بنسټونو هم ورسره د وينې کومک کړی دی."

د هغه په خبره، چې د شاهدالله په نوم زوى يې، چې اوس پاکستان کې د درملنې لاندې دي او په دریو میاشتو کې د درد ضد ١٠٩٢ ستنې وهلې دي.

مولوي عبدالعزیز وایي، تراوسه يې د حکومت ډېرې دروازې ټکولې خو چا ورسره مرسته نه ده کړې.

په کونړ کې چارواکي وايي، د یادې کورنۍ له ستونزې خبر دي او هڅه کوي چې د ناروغانو درملنې لپاره کومه لاره چاره پیدا کړي.

د کونړ والي محمد اقبال سعید ازادۍ راډیو ته وویل: "هغه موسسات چې د روغتیا په برخه کې کار کوي، هغوي سره به هم خبرې وکړو څو د حل یوه لاره ورته پیدا کړي، دې ناروغانو ته وخت په وخت وينه ورکول کېږي، ستاسو د راډیو له لارې مو په شتمنو هېوادوالو باندې غږ دی، چې باید مولوي صیب سره د ناروغانو په درملنه کې کومک وکړي."

‌ډاکتران وايي، د دغه ډول ناروغیو پیدا کېدلو لاملونه په یوه سېمه کې د ډول ډول وسلو استعمال، په نږدې خپلوانو کې ودونه کول، د حمل په وخت کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او نور مسایل شامل دي.

د ډاکترانو په خبره، چې په دغه ناروغۍ کې وجود د وينې سپېنې حجرې نه شي جوړولی، د بدن دفاعي سستم کمزوری وي، چې له امله يې ناروغان د مرګ تر کومې رسېږي.

XS
SM
MD
LG