د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

سروې: افغانان په لوړه کچه د تاوتریخوالي له ډېرېدو شکایت لري


کابل کې د بمي چاودنې لمبې. October 27, 2020
کابل کې د بمي چاودنې لمبې. October 27, 2020

افغانان په دوحه کې د بین الافغاني خبرو له پيل راهیسې په لوړه کچه د تاوتریخوالي له ډېرېدو شکایت لري.

خلک د روانې وضعې په اړه چې له یوې خوا د سولې خبرې روانې دي او له بلې خوا خونړۍ جګړه اوج ته رسېدلې څه وايي؟

دا د هغو پوښتنو غورچاڼ دي، چې د افغانستان د جګړې او سولې د انسټېټیوټ په وروستۍ نظرپوښتنه کې مطرح شوي.

په دې سروې کې له ټول افغانستانه څه باندې اته نیمو زرو کسانو برخه اخیستې او د هغو خلکو فیصدي په کې څو چنده زیاته شوې چې د سولې له خبرو ناهیلي دي او وايي، چې د بین الافغاني خبرو په پيل سره جګړه لا توده شوې.

د جګړې او سولې د مطالعاتو د انسټېټیوټ شریک بنسټګر او اجرایي رییس عنایت نجفي زاده جمعه په کابل کې د نظرپوښتنې د موندنو د شریکولو پر مهال وویل: "د نظرپوښتنې دویمه پوښتنه دا وه چې ایا فکر کوئ په دوحه کې د بین الافغاني خبرو له پيل راهیسې تاوتریخوالی کم شوی دی؟ د ګډونوالو قاطع اکثریت چې ۷۴ فیصده دی ویلي چې نه تاوتریخوالی نه دی کم شوی، ۱۴ فیصدو ویلي تر یوه حده او ۷ فیصدو ویلي چې هو تاوتریخوالی کم شوی."

اروپايي ټولنه چې دا نظرپوښتنه یې تمویل کړې ده د تاوتریخوالي په لوړې کچه اندېښنه ښيي او وايي خلک له جګړو ستړي دي او اوربند غواړي.

د دې ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا په کابل کې د نظرپوښتنې د خپرېدو غونډې ته په خبرو کې وویل: "دا نظرپوښتنه په ټول هېواد کې نه یواځې د کمیت بلکې د کیفیت له مخې هم له طالبانو نه د خلکو د درک ډېره ښه څرګندونه کوي په تېره بیا اوس چې تاوتریخوالی او ورسره ډېر زیات وحشت په لوړه کچه دوام لري."

رولاند کوبيا
رولاند کوبيا

افغان دولت او طالبانو د سپټمبر په دولسمه پوره درې میاشتې مخکې خبرې پیل کړې خو د افغانستان په ګوټ ګوټ کې خلک د جګړې له تودېدو او د مرګژوبلې له بې سارې زیاتېدو شکایت لري.

د هلمند په مرکز او شاوخوا سیمو پراخ بریدونه، د کندهار په میوند او څو نورو سیمو کې درنه جګړه، د ارزګان د څو سیمو سقوط او روانې جګړې او په کندز او بدخشان کې بریدونه د تېرو دریو میاشتو د لویو جګړو څو مهمې بېلګې دي.

د ارزګان د جګړو دوو زیانمنو شویو جان محمد او شکريې ازادي راډیو ته هم په دې اړه خپل نظرونه مطرح کړل.

جان محمد وویل: "زما وروڼه درې واړه په جنګونو کې شهیدان شول، یو یې هغه بله شپه جنګو کې شهید شو، یو یې طالبانو له کوره وایستی، دغه یتیمان یي راپاتې دي."

دغه راز شکریه وايي: "نوم مې شکریه ده، له ګرماوه مهاجره شوې یم، سړی مې طالبانو وژلی دی، دا دری څلور کاله کېږي زه فقر کوم، نانوایانو ته ولاړه یم، بالا مې دغه ژوند دغه مي ګوزاره ده نه په خپل ځای باندې حال لرم نه چا راته ویلي چې څه شی خوري یا د موسسې دخوا څخه یا کومې بلې خوا څخه."

په دې سربېره په پوځي مرکزونو باندې موټر بم بریدونه او په ښارونو کې د چسپکي ماینونو له امله د خلکو هدفي وژنې هغه څه دي چې خلک یې سخت اندېښمن کړي.

د تاوتریخوالي دې لوړې کچې ته په کتو د جګړې او سولې د انسټېټوټ په نظرپوښتنه کې له شاملو کسانو څه باندې ۷۵ فیصدو له دولت غوښتي چې له طالبانو سره په خبرو کې اوربند یو لومړیتوب وګرځوي.

د موندنو له اورېدو وروسته د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغان مرکچي ټيم یوه غړي سیدسعادت منصور نادري وویل اوربند یې لومړیتوب ګرځولی.

منصور نادري
منصور نادري

هغه زياتوي: "څه باندې پنځه اویا فیصده ګډونوالو له افغان مرکچي پلاوي غوښتي چې اوربند د یوه اساسي لومړیتوب په توګه اوربند د خبرو اترو په اجنډا کې شامل کړي، خوشبختانه دا موضوع د یوه اصلي بحث په توګه د افغانستان د مرکچي ټيم له خوا د خبرو لپاره د وړاندیز شویو موضوع ګانو په سر کې ځای لري."

نادري ګواښ وکړ، چې د تاوتریخوالي دوام به د سولې پروسه زیانمنه او د خلکو باور به لاپسې کم کړي.

وسله والو طالبانو د دې نظرپوښتنې په تړاو څه غبرګون نه دی ښودلی.

دې ډلې بیا له دې مخکې د جګړې د تودېدو ملامتي په افغان ځواکونو ور اړولې او هم یې امریکا او نور بهرنیان تورن کړي چې له دوی سره په خپلو ژمنو نه درېږي هغه تورونه چې افغان او بهرنیو چارواکو رد کړي.

XS
SM
MD
LG