د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

د افغانستان د سولې پر بهیر د وروستیو جګړو اغېز


د بريتانيا چاپ ګارډين ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې په هلمند کې د روانو جګړو، د وسله والو طالبانو د ډلو ترمنځ د نښتو او د سولې د پروسې په اړه ليکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼې د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د سيالو ډلو ترمنځ په جګړو کې د لسګونو طالبانو پر وژل کېدو تمرکز کړى، دغه رازيې په هلمند کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو ته اشاره کړې او زياتوي، دغه نښتې او تاوتريخوالى د افغانستان د سولې پروسه پېچلې کوي.

ګارډين د ليکنې په دوام زياتوي، د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا په ګډون د همږغۍ نوې جوړه شوې څلوراړخيزه ډله وسله وال طالبان د سولې مذاکرو ته هڅوي، خو طالبان په خپلو منځو کې يا هم له افغان قواوو سره په جګړه بوخت دي، نو د ډيپلوماټانو په خبره غير رسمي مذاکرې چې په پام کې وې، پيل شي، ښايي ژر ترسره نه شي.

ورځپاڼه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي فرانس مايکل ميليبين په حواله ليکي چې ويلي يې دي، د سولې پر لوري د تګ لپاره مذاکرې اول ګام دى.

خو د سولې واقعي مذاکرې د روان کال په دوبي کې د جګړې د فصل تر پای ته رسېدو مخکې ممکنې نه دي.

د سولې عالي شورا د بهرنيو اړيکو سلاکار محمد اسماعيل قاسميار وايي، که امريکا څرګنده کړي چې د سولې مذاکرو ته د طالبانو د نه حاضرېدو په صورت کې به د دوى پر ضد خپل جنګ ته په شدت ادامه ورکوي او طالبان پر دغه تعهد باور وکړي، په دې صورت کې دغه ډله مذاکرو ته غاړه ږدي.

خو د ګارډين ورځپاڼې په حواله د سولې عالي شورا نور چارواکي فکر کوي، که طالبان د زور او فشار په مرسته د سولې مذاکرو ته حاضر شي، په هغه صورت کې به په افغانستان کې واقعي او دوامداره سوله ټينګه نه شي.

پر دې سربېره د سولې عالي شورا د غړي او د طالبانو د يوه پخواني چارواکي عبدالحکيم مجاهد په خبره، طالبان اوس فکر کوي چې خپلواک دي او د پاکستان اغېز ورباندې نه شته، نو د سولې په هڅو کې بايد دغه بدلونونه هم په پام کې ونيول شي.

وار ان ده راکس:

وار ان ده راکس War On the Rocks خپرونې په خپله تازه ګڼه کې پوښتلي، که د افغانستان د سولې پلان ناکام شي، بل پلان به څه وي؟

خپرونه زياتوي، په افغانستان کې د ٢٠٠١میلادي کال په وروستيو کې د امريکا په مشرۍ د عملياتو له پيل سره جوخت په دې جګړه کې د واشنګټن د واقعي اهدافو درک چندان مشخص نه و.

د خپرونې په مطلب کې راغلي، تر ٢٠١٤میلادي کاله پورې د امريکا لپاره لومړى پلان دا و چې له پوځي قوت څخه په استفاده د طالبانو قوت ختم کړي او که طالبان په بشپړ ډول مات نه شي، لږ تر لږه په افغانستان کې به يو ډول ثبات ټينګ شي او افغانستان به بيا د القاعده لپاره د پښې ټينګولو ځاى نه وي.

وار ان ده راکس خپرونه زياتوي، نړيوالو قوتونو د ٢٠١٤میلادي کال په پاى کې په افغانستان کې د خپل جنګي ماموريت د پای ته رسېدو اعلان وکړ، خو په دغه هېواد کې جنګونه لا هم روان دي او اوس د دې وخت راغلي چې دا ستړې کوونکې پوښتنه مطرح شي، که د سولې پلان ناکام شي، بل پلان څه دى؟

د وار ان ده راکس په مطلب کې راغلي، د افغانستان لپاره بايد يو بل سمه ييز پلان مطرح شي، ځکه امريکا په افغانستان کې د روان وضعيت د ښه کېدو لپاره لږ کارونه کړي.

د خپرونې په باور نو په افغانستان کې د ملي روغې جوړې لپاره هم د امريکا سياسي بديل يا نيمګړى دى، يا غيرواقعي.

XS
SM
MD
LG