د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

د ډونالد ټرمپ او ملا برادر ترمنځ ټیلیفوني خبرې


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په قطر کې له ملا برادر سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په قطر کې له ملا برادر سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي د طالبانو د سياسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره‌يې "ښې خبرې" درلودې.

  • لومړنۍ ټیلیفوني خبرې

دا لومړى وار دى چې د امريکا يو ولسمشر د طالبانو له يوه مشر سره ټیليفوني خبرې کوي.

ډونالد ټرمپ پرون سې شنبه په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته وويل: "د طالبانو له مشر سره مې نن سې شنبه خبرې وکړې. ډېره ښه مکالمه مو وه. موږ موافقه کړې چې تاوتريخوالى به نه‌وي، موږ تاوتريخوالى نه‌غواړو. وبه‌ګورو چې څه پېښېږي. په حقيقت کې د طالبانو له مشر سره مو خبرې ښې وې."

ارشیف، ټرمپ د ټیلیفوني خبرو پر مهال.
ارشیف، ټرمپ د ټیلیفوني خبرو پر مهال.

بل‌خوا په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وايي، د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د طالبانو د سياسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره ٣٥ دقيقې ټیليفوني خبرې وکړې.

سهيل شاهين په ټويټر کې ليکلي چې د امريکا ولسمشر ويلي د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو به ډېر ژر د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي چې د بين‌الافغاني مذاکرو په وړاندې پراته خنډونه ليرې کړي.

وسله‌والو طالبانو تېره دوشنبه اعلان وکړ چې په افغانستان کې د اورکم موده پاى ته رسېدلې ده.

دغې ډلې تېره شنبه په قطر کې له امريکا سره د افغانستان د نږدې ١٩ کلنې جګړې د پاى ته رسېدو په هدف يوه موافقه لاسليک کړه.

  • د اورکم اوونۍ پای

د موافقې تر لاسليک مخکې په افغانستان کې د يوې اوونۍ لپاره اورکم اعلان شوى و چې بيا هم له خال خال حملو سره مل و، خو له دوشنبې راهيسې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې بيا ځينې حملې شوي چې مرګ‌ژوبله‌يې هم اړولې ده.

د کورنیو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي پرون ازادي راډيو ته وويل، د ٢٤ ساعتونو په موده کې د طالبانو له‌خوا په ۱۶ ولایتونو کې ۳۳ حملې شوي چې ۶ ملکيان‌يې وژلي او ۱۴ نور ټپیان کړي دي.

دا حملې په داسې حال کې بېرته شديدې شوي چې ټاکل شوې راتلونکې سې شنبه د مارچ پر ۱۰مه له طالبانو سره بين‌الافغاني مذاکرې وشي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
  • ارګ: تاوتریخوالی دې صفر ته راکم شي

د جمهوري رياست مرستيال وياند دوا خان مينه‌پال تېره شپه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، په‌کار ده د دغو مذاکرو تر پيل مخکې تاوتريخوالى صفر ته راکم شي.

ښاغلی مینه‌پال زیاتوي: "د تاوتريخوالي کمېدل او صفر ته راښکته کېدل، د افغانستان د هر فرد غوښتنه ده. د حکومت غوښتنه هم همدا ده چې کله له طالبانو سره مذاکرو ته ځي، بايد تاوتريخوالى صفر ته راښکته شي."

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى وايي که چېرې د طالبانو له‌خوا د تاوتريخوالي د بيا پيل خبر تأييد شي، دا کار به د هغې موافقې له "روح" سره په ټکر کې وي چې په دوحه کې لاسليک شوې ده.

رولاند کوبيا (Roland Kobia) پرون سې شنبه په خپل ټويټر کې ليکلي، دا د ځواک ښوولو وخت نه، بلکې د دې وخت دى چې د اعتمادجوړونې او په رغوونکې بڼه د مخکې تګ لپاره په تاوتريخوالي کې وقفه راوستل شي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى رولاند کوبیا
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى رولاند کوبیا

د بريتانيا د چاتم هاوس څېړنيز مرکز يوه څېړونکي حميد حکيمي اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته وويل، خلک غواړي په قطر کې د لاسليک شوې موافقې عملي اړخ وګوري.

ښاغلی حکیمي وايي: "د ډېرو خلکو لپاره دا نظريه هيجانوونکې ده چې د منځني ختيځ په يوه پنځه ستوريز هوټل کې ځيني کسان سره جرګه کېږي، د سولې په اړه خبرې کوي او بيا يو ډول اعلاميه خپروي، خو خلک غواړي پر خپل ورځني ژوند د دې [موافقې] عملي نتيجه وګوري. ځکه نو اورکم او په تدريجي ډول د تاوتريخوالي بندول هغه څه دي چې خلک‌يې ډېر ارمان لري، خلک ورته د اعتمادجوړونې پر لوري د ګام اخيستو او ضمانت په سترګه ګوري."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوى مأموريت (يوناما) بيا له وسله‌والو طالبانو غوښتنه کړې چې اورکم ته دوام ورکړي.

يوناما پرون په خپل ټويټري پيغام کې ليکلي، د طالبانو له‌خوا د تاوتريخوالي د بيا پيل تر خبر وروسته، ملګري ملتونه د اورکم د دوام غوښتنه کوي.

يوناما وايي دا کار به د داسې ګټورو بين‌الافغاني خبرو پيل ته چاپېريال برابر کړي چې نتيجه‌يې دايمي اوربند او سياسي جوړجاړى وي.

وسله‌والو طالبانو اوس ويلي، په بين‌الافغاني خبرو کې تر هغو ګډون نه‌کوي چې ٥٠٠٠ بنديان‌يې خوشې شوې نه‌وي.

XS
SM
MD
LG