د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

په لاسوهنو تورن ایران او پاکستان به افغان سوله کې مثبت رول ولوبوي؟


د افغانستان، پاکستان او ایران بیرغونه
د افغانستان، پاکستان او ایران بیرغونه

ایا د افغانستان ګاونډي هېوادونه چې د ترورېستي ډلو په ملاتړ او د افغانستان په کورنیو چارو کې پر لاسوهنو تورن دي، کولای شي د افغانستان د سولې په پروسه کې مثبت رول ولوبوي؟

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې د لاسلیک کېدو د نېټې له رارسېدو سره، د چارو ځیني پوهان د افغانستان د سولې د پروسې په چټکتیا کې د ګاونډیو او په تېره د ایران او پاکستان نقش مهم ګڼي.

ځیني یې په دې باور دي چې دغه هېوادونه پر طالبانو د فشار راوړلو په صورت کې کولای شي د سولې په پروسه کې مهم رول ولوبوي.

دوی وايي، د افغانستان د ۴۰ کلنې جګړې یو لامل په دې هېواد کې د سیمې په تېره بیا د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنه وه.

په جګړه کې د افغانستان یو ویجاړ شوی ښوونځی
په جګړه کې د افغانستان یو ویجاړ شوی ښوونځی

د نړیوالو اړیکو پوه خالد سادات د شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې د افغانستان په سوله کې د ایران او پاکستان پر رول ټینګار وکړ.

ښاغلی سادات زیاتوي: "د ایران او پاکستان نقش له دوو اړخونو مهم دی، پاکستان په مستقیمه توګه کولای شي پر طالبانو فشار راولي چې د سولې خبرو ته چمتو شي څو د سولې بهیر چټک شي. پاکستان کولای شي، د طالبانو مدیریت داسې تنظیم کړي چې هغوی دغه پروسه په سمه توګه پر مخ یوسي، خو ایران په مستقیمه توګه نه‌شي کولای پر طالبانو نظامي فشار راولي، خو سیاسي نقش‌یې په دې برخه کې ډېر مهم دی."

د افغانستان په وروستیو څو لسیزو جګړو کې ګاونډي هېوادونه په ځانګړي ډول ایران او پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې پر لاسوهنو او د ترهګرو ډلې پر ملاتړ تورن شوي دي.

ارشیف، د پاکستاني چارواکو او طالب پلاوي ترمنځ په اسلام‌اباد کې لیدنه او خبرې
ارشیف، د پاکستاني چارواکو او طالب پلاوي ترمنځ په اسلام‌اباد کې لیدنه او خبرې

په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، په افغانستان کې د ایران د ورانوونکو هڅو په تاریخ خبرې کړي، ویلي دي د ایران فعالیتونه له نږدې څاري چې د افغانستان د سولې هڅې ګډوډې نه‌کړي.

د سیاسي چارو بل پوه داوود مایار په دې نظر دی چې نه‌یوازې ایران او پاکستان، بلکې د سیمې ټول هېوادونه چې له افغان حکومت او طالبانو سره نږدې اړیکې لري، کولای شي د افغانستان په سوله کې مهم رول ولوبوي.

ښاغلی مایار وايي: "د سیمې د هېوادونو نقش چې د افغانستان له خلکو، سیاسیونو، حکومت او طالبانو سره اړیکې لري، بې‌اغېزې نه‌دی. له بلې‌خوا د قضیې د بلې‌خوا لوبغاړی چې امریکا ده دغو هېوادونو سره‌یې د ډیپلوماسۍ بعد هم فعال دی او د سولې په پروسه کې يې رول بې‌اغېزې نه‌دی."

بل‌خوا د سولې په چارو کې د دولت وزارت، د افغانستان په سوله کې د ګاونډیو هېوادونو همکاریو ته خوشبینه دی.

د دغه وزارت سلاکار شعیب رحیم ازادي راډیو ته وویل: "کوم علایم او پیغامونه چې په تېر یوه کال کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو، سولې ته د رسېدو په برخه کې موږ ته راکړي، هیله لرو چې دغه ژمنې پلې شي، د دغو ژمنو په پلي کېدو سره د سولې بریالیتوب ته هیلې زیاتېږي."

ښاغلي رحیم وویل، له دغو ژمنو نه یوه په افغانستا ن کې د دښمنو ډلو سره د دغو دولتونو د اړیکو پرې کول دي.

د ده په خبره، دغو ژمنو ته پاملرنه کولای شي پر ورانکارو ډلو فضا تنګه کړي.

XS
SM
MD
LG