د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

پومپیو: ایران په افغانستان کې تخریبوونکی عمل کوي، له نږدې یې څارو


د امریکا او ایران بیرغونه
د امریکا او ایران بیرغونه

د امریکا او ناټو لوړپوړو چارواکو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقه‌لیک تر لاسلیک یوه ورځ مخکې ویلي چې په افغانستان کې یې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کمی لیدلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په دې اړه د جمعې په ورځ د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې په غونډه کې خبرې وکړې.

پومپیو همداراز په افغانستان کې د ایران د فعالیت یادونه وکړه او ویې‌ویل چې د ایران فعالیتونه له نږدې څاري چې د افغانستان د سولې هڅې اخلال نه‌کړي.

ده وویل چې په افغانستان کې د ایران فعالیتونه خپل تاریخ لري او تهران هڅه کوي چې د یوه تخریبګر په توګه عمل وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

ده زیاته کړه: "په افغانستان کې د ایران د فعالیتونو تاریج شته چې د یوه تخریب کوونکي په توګه عمل کوي. موږ په تېرو شپږو ورځو کې په افغانستان کې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کمی ولید او موږ دا له نږدې څارو چې ایا جمهوري اسلامي ایران په افغانستان کې د سولې او پخلاينې لپاره د امریکا د هڅو د ضعیفه کولو په برخه کې لازیات فعالیت کوي که نه."

د ایران فعالیتونه خپل تاریخ لري او تهران هڅه کوي چې د یوه تخریبګر په توګه عمل وکړي

د امریکا دې لوړپوړي ډیپلوماټ په افغانستان کې د ایران د فعالیتونو په اړه جزئیات ورنه‌کړل، خو پخوا امریکايي چارواکو پر ایران تور پورې کړی چې د طالبانو ملاتړ کوي، خو تهران دا تورونه رد کړي.

په افغانستان کې په تاوتریخوالي کې د کمي یوه اوونۍ تېره شپه پای ته ورسېده.

د دې مرحلې پر مهال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې امنیتي پېښې او حملې راپور شوې، خو د لویو حملو خبر نه‌دی ورکړل شوی.

بل لور ته د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمي هرکلی کړی، خو ویلي يې دي چې په دې هېواد کې سولې ته د رسېدو لاره اوږده ده.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولتبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولتبرګ

سټولټنبرګ په بروکسل کې په خبري غونډه کې زیاته کړه: "د افغانستان د کړکېچ د سوله‌يیز حل یوازنۍ لاره بین‌الافغاني مذاکرات او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسه ده او دا بل اقدام دی. سولې ته د رسېدو لاره اوږده او ستونزمنه ده. خنډونه شته او د تخریب کوونکو خطر تل شته، خو موږ او افغانان سولې ته ژمن یو او خپل ملاتړ ته به دوام ورکړو."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه به د قطر په پلازمېنه دوحه کې نن شنبه لاسلیک شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو به په قطر کې له طالبانو سره د سولې د موافقې د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي.

دا خبره د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې کړې ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې یو کال اوږدې شوې.

سټولټنبرګ وویل چې د دې موافقې لاسلیک لومړی ګام دی او په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره به مهم وي.

له افغان حکومت سره د امریکا او ناټو ګډه اعلامیه

د بین‌الافغاني خبرو پیل د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقه‌لیک برخه بلل کېږي. ټاکل شوې ده دا خبرې د مارچ میاشتې په ۱۰مه نېټه پیل شي.

همداراز د امریکا دفاع وزیر او د ناټو عمومي منشي نن کابل ته رسېږي.

افغان چارواکي وايي چې د دې سفر پر مهال به مارک اسپر او ینس سټولټنبرګ په کابل کې له افغان حکومت سره د نړیوالې ټولنې د ژمنو د دوام په اړه یوه ګډه اعلامیه خپره کړي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG