د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

له افغان حکومت سره د امریکا او ناټو ګډه اعلامیه


د امریکا، افغانستان، ناټو او د ناټو غوڅ ملاتړ مأموریت بیرغونه مخ ته ولاړ امریکايي سرتېری.
د امریکا، افغانستان، ناټو او د ناټو غوڅ ملاتړ مأموریت بیرغونه مخ ته ولاړ امریکايي سرتېری.

سبا د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر کابل ته راځي او له افغان ولسمشر سره یوه ګډه اعلامیه خپروي.

د دغې ګډې اعلامیې د لاسلیک او خپرولو مراسم سبا له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره کېږي.

ارګ ماڼۍ وايي، د دغې ګډې اعلامیې هدف دا دی څو نړیواله ټولنه وښیي چې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

(ښی-کین) د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر.
(ښی-کین) د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي همدارنګه هغه اوازې هم ردوي چې ګنې د افغان حکومت له لوري قطر ته تللی پلاوی به د طالبانو او حکومت د ۶۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو په تړاو خبرې وکړي.

ښاغلي صدیقي د جمعې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۰۹» رسنیو ته وویل، قطر ته تللی افغان پلاوی یوازې له طالبانو سره تماسونه ټينګوي او د طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره به بېله مذاکراتي اجنډا جوړېږي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي.
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه: "د طالب بندیانو خوشې کېدل به په مذاکراتو کې یوه مهمه مسئله وي او د طالبانو له لوري به دا مسئله مطرح شي، خو سبا چې کومه هوکړه لاسلیکېږي، له دې وړاندې به طالب بندیان نه‌خوشې کېږي، د بندیانو مسئله به په راتلونکي کې یو مذاکراتي اجنډا وي چې افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پرې بحث کېږي."

که څه هم ښاغلي صدیقي قطر ته د تللي افغان پلاوي د ترکیب په اړه څه ونه‌ویل، خو د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون د ټویټر پر رسمي پاڼه د خپاره شوي خبر له مخې د دې پلاوي په ترکیب کې؛

  • د عدلیې وزارت مرستیاله ذکیه عادلي
  • د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال عبدالخالق بالاکرزی
  • د حج او اوقافو وزارت مرستیال امین‌الدین مظفري
  • د بهرنیو چارو وزارت استازی
  • د ملي امنیت شورا استازی او
  • د محبسونو د تنظیم د چارو مسؤل شامل دي.

له بلې‌خوا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې طالبانو دوحې ته د دې پلاوي د ورتلو غوښتنه نه‌ده کړې.

ښاغلی شاهين وايي: "دا پلاوی موږ نه‌دی راغوښتی، خو کېدای شي چې امریکايي لوري راغوښتی وي. زموږ د موافقې چوکاټ معلوم دی او هغه دا چې لومړی به دا موافقه لاسلیک کېږي، وروسته د اعتماد جوړونې پړاو پیلېږي چې په دې ترڅ کې به زموږ ۵ زره بندیان او د کابل ادارې زر بندیان خوشې کېږي او له هغه وروسته بین‌الافغاني خبرې پیلېږي او له ټولو افغان اړخونو سره به خبرې کېږي."

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین.

تمه ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه سبا شنبه په دوحه کې لاسلیک شي.

د راپورونو له مخې په قطر کې په دې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې به د شااوخوا ۳۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او استازي ګډون وکړي، خو د افغان حکومت ځای به په دې مراسمو کې تش وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې جمعې په ورځ د دې موافقې د لاسلیک نېټه اعلان کړه او همداراز د یوې اوونۍ لپاره د تاوتريخوالي د کمېدو په اړه د امریکا او طالبانو د موافقې خبر یې ورکړ چې د دې اوونۍ شپږ ورځې له کومې مهمې پېښې پرته تېرې شوي او نن‌يې وروستۍ ورځ ده.

XS
SM
MD
LG