د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

ارزګان کې طالبانو ته د ایران له لوري د الوتکو ویشتونکو توغندیو د ورکولو ادعا


د ایران بیرغ او یو ایرانی توغندی.
د ایران بیرغ او یو ایرانی توغندی.

د ارزګان ولایت امنیتي مسؤلین وايي، دوی داسې معلومات او راپورونه تر لاسه کړي چې ایران وسله‌والو طالبانو ته د الوتکو د راغورځولو توغندي ورکړي دي.

دغه امنیتي مسؤلین زیاتوي چې ایران له وسله‌والو طالبانو سره پوځي مرستې کوي او غواړي چې د وسله‌والو طالبانو پر مټ امریکا او ملاتړي یې وځپي او له افغانستانه‌یې وباسي.

د دغه ولایت سرپرست امنیه قوماندان سردار محمد حیا له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې ایران دغه توغندي په فراه ولایت کې طالبانو ته ورکړي او دوی داسې راپورونه ترلاسه کړي چې وسله‌وال طالبان هڅه کوي دغه توغندي ارزګان ولایت ته راوړي څو د افغان پوځ الوتکې په نښه کړي، خو وايي د مخنیوي لپاره‌یې پوره امادګي لري.

د ارزګان سرپرست امنیه قوماندان سردار محمد حیا
د ارزګان سرپرست امنیه قوماندان سردار محمد حیا

ښاغلی حیا زیاتوي: "اوس تازه ایران وسله‌والو طالبانو ته د الوتکو د ویشتو توغندي ورکړي دي څو زموږ د ملي اردو طیارې په نښه کړي، کشفي معلومات موږ لرو، دولت خو ډېر کشفي منابع لري چې دا ګاونډي هېوادونه دي چې دوی تمویلوي."

ښاغلی حیا وايي د دوی د معلوماتو پر بنسټ د ایران سپاه پاسداران په افغانستان کې وسله‌والو طالبانو ته پیسي ورکوي او وسله‌والي ډلې روزي څو د افغان حکومت او امریکا پر ضد د "جهاد" په نوم وجنګېږي.

بل‌خوا بیا د ارزګان ولایت د ولایتي شورا غړي په دې اړه اندېښنه ښیي او دا د افغانستان لپاره د خطر زنګ یادوي او یوه نوې پیلېدونکې جګړه‌يې بولي.

د ارزګان د ولایتي شورا رئیس امیر خان بارکزی
د ارزګان د ولایتي شورا رئیس امیر خان بارکزی

د یادې شورا رئیس امیر خان بارکزي پر نړیوالو غږ وکړ چې له افغانستان دې د هغو بهرنيو هېوادونو لاسونه قطعه کړي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي.

ښاغلی بارکزی وايي: "زموږ سره نړیوالې ټولنې تړون لاسلیک کړی او ژمنه‌یې کړې ده چې موږ به په افغانستان کې چا ته اجازه ورنه‌کړو چې د افغانستان په چارو کې مداخله وکړي، خو اوس مو غوښتنه ترې دا ده چې پر خپلو وعدو دوی وفا وکړي او په دغه هېواد کې یوه نوې جګړه پیل نه‌شي."

وسله‌والو طالبانو بیا د افغان چارواکو دا ادعاوې ردوي.

قاري یوسف احمدي چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي ازادي راډيو ته وویل، دوی په خپله دا امکانات او وړتیا لري چې الوتکې په نښه او رانسکورې کړي.

د ده په خبره طالبانو لیزري وسلې او دوربینونه له افغان ځواکونو نیولي دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه په افغانستان کې د ایران سفارت له چارواکو سره هم خبرې وکړو، خو بریالي نه‌شوو.

XS
SM
MD
LG