د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

د اسلام اباد کنفرانس کې د افغان کډوالو ستونزو ته حل لټول کېږي


پاکستان کې د افغان کډوالو د کډوالۍ څلور لسیزې پوره شوې.
پاکستان کې د افغان کډوالو د کډوالۍ څلور لسیزې پوره شوې.

د افغانستان د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې چې راتلونکي اونۍ په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه دوه ورځنی کنفرانس جوړ شي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دا کنفرانس چې راتلونکې اوونۍ جوړېږي د شلو هېوادونو استازي په کې ګډون کوي.

د دې وزارت د رسنیو برخې سلاکار عبدالباسط انصاري د سه شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، په دې کنفرانس کې له افغانستانه هم یو لوړ پوړی پلاوی ګډون کوي.

هغه زیاته کړه: "راتلونکي اونۍ په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه یوه نړېواله ناسته جوړیږي چې په دې کې د افغان حکومت لوړپوړي چارواکي په ځانګړي توګه د کډوالو او بهرنیو چارو وزارتونو استازي ګډون کوي، ددې کنفرانس یوازینی هدف د کډوالو ستونزو ته د نړېوالې ټولنې پاملرنه ده. "

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دغه کنفرانس به دوه ورځې دوام وکړي.

پاکستان کې د افغان کډوالو د کډوالۍ څلور لسیزې پوره شوې.

دغه وزارت وايي، د دې کنفرانس هدف په پاکستان او ایران کې افغان کډوالو ته د نړیوالې ټولنې پاملرنه، ستونزو ته یې رسېدنه او د بېرته راستنېدو لپاره په افغانستان کې دننه ورته د لازمو اسانتیاو برابرول دي.

په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، جوړېډونکی کنفرانس د کډوالو د ستونزو او دې ستونزو ته د حلو لارې پیدا کولو لپاره یو ښه فرصت دی.

په کابل کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویاند نادر فرهاد د سې شبنې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دغه کنفرانس د پاکستان د د کډوالو په برخه کې د ملګروملتونو د عالي کمېشنري په همکارۍ جوړېږي.

هغه زیاته کړه: "دغه نړېوال کنفرانس زموږ او کډوالو لپاره چې باید له یاده ونه ایستل شي، یو هیله بخښوونکی فرصت دی، څو وکولای شو له دې فرصته په استفادې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړو، دغه شان دغه کنفرانس باید دې ته زمینه برابره کړي چې په افغانستان کې سترې پروژې هغه ډول یې چې حکومت په تطبیق کې جدي دی نور اړخونه هم جدي وواسي. "

ښاغلی فرهاد وايي، په دې حساسو شرایطو کې د داسې کنفرانسو جوړل یو اړتیا ده.

په کابل کې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویاند وايي، که د سولې خبرې یوې نتیجې ته ورسېږي ملګري ملتونه او افغان حکومت کولای شي په تدریجي ډول ټول افغانان په خپل هېواد ته راستانه کړي.

د ده د معلوماتو پر بنسټ اوسمهال په پاکستان کې ۲ اعشاریه ۴ میلیونه افغانان کډوال ژوند کوي چې په دوی کې ۱ اعشاریه۳ میلیونه یې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

د ښاغلي فرهاد په خبره، په ایران کې بیا شاوخوا ۱ میلیون افغان کډوال ژوند کوي چې زیاتره یې د پاتې کېدو قانوني اسناد نه لري.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت معلومات ښي چې د ۲۰۲۰ میلادي کال له پیل څخه تر دا اوسه له ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۲۸ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG