د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

د کډوالو ورځ، تر ټولو زيات خلک سوريه کې بې‌ځايه شوي، دوهم افغانستان دی


افغان کډوال
افغان کډوال

د جون ۲۰مه د کډوالو نړيواله ورځ ده.

د افغانستان حکومت وايي، سږ کال نورو هېوادونو ته د افغانانو د کډوال کېدلو ۴۰ کاله پوره شول.

د کونړ د چپې درې ولسوالۍ اوسېدونکى رحمت‌الله تېره مياشت د داعش ډلې او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د جګړو له کبله د کونړ مرکز اسعد اباد ته بې‌ځايه شوى دى.

ده ازادي راډيو ته وويل، د ده غوندې ګڼ کسان له خپلو سيمو له بېرې بې‌ځايه شوي دي.

رحمت‌الله وايي: "زموږ سرونو، مالونو، کورونو او هر څه ته خطر و. موږ له هغه ځايه خپل سرونه په خوندي ډول راوايستل."

ارشیف، په هرات کې بې ځایه شوي کډوال, December 16, 2018
ارشیف، په هرات کې بې ځایه شوي کډوال, December 16, 2018

​په‌دغو بې‌ځايه شويو کې ځينې داسې کورنۍ هم شته چې سرپرستې يې د ښځو پر غاړه ده: "ماشومان راتر غاړې دي. هېڅ‌چا راسره مرسته نه‌ده کړې."

ملګري ملتونه وايي، تېر ميلادي کال په نړۍ کې نږدې ٧١ میليونه وګړي د بېلابېلو عواملو له مخې بې‌ځايه شوي چې دا په تېرو ٧٠ کلونو کې تر ټولو لوړ شمېر ښوول شوى دى.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري يا «UNHCR» وايي، د ٢٠١٧ میلادي کال په نسبت په ٢٠١٨ میلادي کال کې ٢ میليونه نور وګړي هم بې‌ځايه شوي دي.

تر ټولو زيات خلک په سوريه کې بې‌ځايه شوي چې شمېر يې ٦ میليونه او ٧ لکو ته رسېږي، دوهم د افغانستان نوم راغلى چې تېر کال په‌کې ٢ میليونه او ٧ لکه کسان بې‌ځايه شوي دي.

  • د مهاجرت مسئله

د داخلي بې‌ځايه شويو ترڅنګ د افغانانو د مهاجرت مسئله هم له څو لسيزو راهيسې په يوه لانجه بدله شوې ده.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير وايي، سږ کال نورو هېوادونو ته د افغانانو د مهاجرت د پيل ٤٠ کلونه پوره شول.

سيد حسين عالمي بلخي دا خبره ازادي راډيو ته وکړه: "سږ څلوېښتم کال دى چې د افغانانو کډوالي پيل شوې ده. په دې مناسبت دې کنفرانسونه جوړ شي، بېلابېل هېوادونه او مالي مرستندويان دې راوبلل شي چې ګډون او د افغانستان له کډوالو سره مرسته وکړي."

د جون د ۲۰مې يا د کډوالو د نړيوالې ورځې په مناسبت د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ يا «UNHCR» يو راپور هم خپور کړى دى.

په راپور کې ويل شوي چې د کډوالو، پناه غوښتونکو او بې‌ځايه شويو شمېر په زياتېدو دى.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې ۳۰۰ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي وايي، دوى په اسلام‌اباد کې خپل هېواد ته د کډوالو د راستنېدو لپاره د پاکستان، ايران او د «UNHCR» په وروستۍ څلور اړخیزه غونډه کې ځيني پېشنهادونه وکړل.

دی وايي: "دا وويل شول چې له «UNHCR» څخه غوښتنه وشي چې ستنېدونکو ته خپلې نغدي مرستې زياتې کړي. اوس دغه مرستې ٢٠٠ امريکايي ډالره دي، پېشنهاد دا دى چې دغه اندازه دې د هر کس پر سر ٤٠٠ ډالرو ته زياته شي. دغه‌راز له مالي مرستندويانو سره دې خبرې او مجلسونه وشي چې د افغانستان کډوالو ته د نړيوالو پام واوړي."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، د ٢٠١٨ میلادي کال په پاى کې د افغان کډوالو شمېر ٢ میليونه او ٧ لکو ته رسېده چې ډېرى يې په پاکستان کې دېره دي.

په افغانستان کې د جګړو او د افغانانو د مهاجرت ۴۰ کاله پوره شول، خو د سولې د مذاکرو له ګړندي کېدو سره سره د دې جګړې د پاى ته رسېدو څرک نه‌لګېږي.

داسې اندېښنې ښوول شوي چې د دغو جګړو دوام به د ډېرو افغانانو د مهاجرت او په هېواد کې دننه له يوې سيمې بلې ته د بې‌ځايه کېدو سبب شي.

XS
SM
MD
LG