د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

شريف: پاکستان به خپله خاوره د افغانستان پر ضد کارېدو ته پرېنږدي


د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف وايي، په داسې حال کې چې موږ د افغانستان د سولې په پروسه کې په ډېر اخلاص سهولت برابرولو ته ژمن يو، نو هيله لرو چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پرضد کارېدو ته پرېنښودل شي.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څآنګې د چهارشنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې ويلي چې ښاغلي شريف د اختر لومړۍ ورځ افغان پولې ته نږدې د شمالي وزيرستان په شوال او دتاخېل کې د ترهګرو پرضد له جنګېدونکيو پوځيانو سره تېره کړه او دا څرګندونې يې هغوى ته د وينا پر مهال کړي.

جنرال شريف همدراز ويلي چې په افغانستان کې د سولې لپاره د پاکستان کوښښونه ستايل شوي او په خبره يې:

"پاکستان بۀ هېچا ته اجازه ورنه کړي چې خاوره يې د افغانستان پرضد وکاروي او په دې لړ کې يې ټولو اړوندو پوځي قومندانانو، استخباراتي او امنيتي ادارو ته لارښوونه کړې چې ددې عزم د سرغړونکيو پرضد کوټلي اقدامات وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ترهګريزو پېښو تر ډېرېدو وروسته ویلي چې پاکستان پر خپله خاوره د هغو وسله والو پرخلاف اقدامات نه کوي چې په افغانستان کې ترهګريزې بريدونه کوي.

خو اسلام اباد بيا د کابل دا تورونه ردوي او ټينګار کوي چې سوله ييز او باثباته افغانستان د سيمې، په ځانګړې توګه د پاکستان په ګټه دى.

د خبر پاڼې له مخې، ښاغلي شريف په قبايلي سيمو کې د ترهګرو پر ضد روانو پوځي عملياتو ته په اشاره ويلي چې ولس او پوځ يې په هېواد کې د سولې لپاره سترې قربانۍ ورکړي چې دا به ضايع کېدو ته پرېنږدي او ترهګرو ته به اجازه ورنه کړي چې قبايلي سيمو ته راستانه او د دوى برياوې ضايع کړي.

نوموړي همداراز پر پاک افغان سرحدي کرښې د پولې د تنظيم يا بارډر منجمنټ د يادونې په ترڅ کې ويلي چې پر پاک افغان سرحدي کرښه امنيت د دوى لومړنۍ ترجيح ده چې ددې لپاره به ټولې لارې چارې وکاروي او په خبره يې:

"د پولې تنظيم او [له پاکستان څخه] د افغان کډوالو په عزت ستنېدل د تلپاتې سولې لپاره ډېر مهم او مرستندويه دي."

د روان کال په مۍ او جون مياشتو کې د پاک افغان سرحدي کرښې په تورخم کې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ تاوتريخوالى رامنځته شو چې بيا وروسته د دواړو لوريو ترمنځ وسله واله نښته هم وشوه، او دواړو خواوو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

په تورخم د پاکستان او افغان سرحدي ځواکونو ترمنځ تر هغې وروسته نښته وشوه چې پاکستان غوښتل په تورخم کې دروازه جوړه کړي، خو افغان ځواکونو يې مخه ونيوله.

که څه هم افغان ځواکونه په تورخم کې د دروازې د جوړولو مخالفت کوي، خو پاکستان ټينګار کوي چې پر پوله د ترهګرو د تګ راتګ او قاچاقي موادو د وړلو راوړلو د مخنيوي لپاره ضرور ده چې په تورخم کې د پولې تنظيم سيسټم جوړ شي چې دا د دواړو هېوادونو په ګټه بولي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان سياسي او پوځي مقامات د تورخم تر شخړې وروسته په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو غوښتنه کړې او له نړېوالې ټولنې په ځانګړې توګه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې يو اين ايچ سي آر نه يې غوښتي چې په دې لړ کې دې ورسره مرسته وکړي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG