د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

حسین خېل: د تورخم شخړې په اړه افغان حکومت په خپل دریځ ولاړ دی


د ډيورنډ پر کرښه په تورخم کې د دروازې پر سر د راولاړې شوې وسله والې شخړې په پينځمه ورځ هم یاده دروازه د مسافرو او لویو موټرو پرمخ تړلې، دوکانونه او کارو بارونه بند دي په بازار کې پرته له سرحدي ساتوونکو بل هیڅ نه ښکاري.

د دې دروازې د جوړېدو په سر درې شپې په پر لپسې ډول د افغان سرحدي پولیسو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په ساعتونو ساعتونو نښتې وشوې.

که څه هم پاکستاني ځواکونو هڅه پيل کړې وه چې د ډیورند پر کرښه له صفري نقطې شاوخوا شپیته متره هاخوا د دروازې کار پيل کړي ولې بیا هم افغان سرحدي ځواکونو ورته اجازه نه ده وکړې او په سیمه کې یوازې د خاوری ډیری پروت دی.

په ملي او ټولنیزو رسنیو کې د تورخم موضوع په اړه مختلفې آوازې خپرې شوې چې ګوندې افغان چارواکو د دروازې د لګولو په سر ورسره جوړ جاړی کړی.

په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو رئيس ارکان محمد ایوب حسین خېل چې د شخړې له پيل نه په تورخم کې مېشت دی ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل پاکستاني ځواکونو غوښتل چې د نظامي تحرکاتو په جریان کې دروازه ولګوي ولې دوی ورته بلمثل ځواب ورکړی او اجازه يې نه ده ورکړې چې په صفري نقطه کې دروازه ولګوي.

نوموړي وویل افغان چارواکي په خپل دریځ کلک ولاړ دي او هیڅکله به د ډیورنډ کرښې په صفري نقطه کې د کار کولو اجازه ورنه کړي:

افغان چارواکي په خپل دریځ کلک ولاړ دي
افغان چارواکي په خپل دریځ کلک ولاړ دي

"د نظامي تحرکاتو تر سیوري لاندې دوی کار شروع کړی و موږ ورته په نظامي ژبه ځواب ورکړی، کار مو ورته بند کړی، سکواټور مو ورته له منځه وړی په صفري نقطه کې موږ نه دي پريښي اوس هم نه صفري نقطه کې کار شته او نه لرې کار شته مخکې لرې کار شروع کړی و موږ ورباندې کار بند کړی زه بیا تاسو ته وایم نه موږ چاته په صفري نقطه کې د کار کولو اجازه ورکوو او نه زموږ مشران ورته اجازه ورکوي."

بلخوا د هېواد له ګوټ ګوټ نه ډلې ډلې ځوانان له ملي بیرغونو او ګلونو سره د خپلو سرتېرو د ستاینې په موخه تورخم ته روان دي او د خپلو سرتېرو مېړانه ستايي.

د تورخم ښارګوټي ته نږدې یو ډله ځوانان چې په سره لمر کې ناست و ازادي راډيو ته وویل چې دوی درې ورځې وړاندې د خپلې خاورې نه د دفاع په خاطر له خوست نه راغلي خو افغان سرحدي ځواکونه ورته وايي تاسو ته اړتيا نه ده پیدا شوې:

"زه نجيب نومېږم تقریباً دا درې ورځې کېږي چې له خوست نه راغلي یو د تورخم ګېټ ته لاړلو بیا راغللو دا درې ورځې کېږي چې دلته منتظر يو خو موږ ددې لپاره راغلي یو چې د خپلې خاورې عيزت وکړو او د دفاع په خاطر له پنجابيانو سره وجنګېږو چې نن د خپلې خاورې دفاع او ننګه نه کوو نو سبا به د خپلې مور ننګه نه کوي.

د تورخم دروازې ته څېرمه په یوه سټاف کې درېدلي یو دا دوه درې ورځې کېږي چې جګړه درېدلې ده که څه هم زموږ سرحدي ځواکونه موږ ته هیڅ اړتيا نه لري خو بيا هم دا د هر افغان او هر ځوان مسولیت دی په موږ فرض دی چې د خپلې خاورې دفاع وکړو."

له تېرو دوو ورځو راهیسې چې په تورخم کې د دواړو لورو ترمنځ ډزبندیز اعلان شوی، خو ولې بیا هم سرتېري په خپلو پوستو کې د تیارسی په حال کې دي.

افغان سرتېري په خپلو پوستو کې د تیارسی په حال کې دي
افغان سرتېري په خپلو پوستو کې د تیارسی په حال کې دي

که څه هم د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ناستو ريپوټونه خپاره شوي خو په پاکستان کې افغان سفير حضرت عمر زاخېلوال پر خپل فیسبوک پاڼه ليکلي چې د دوی ترمنځ په خبرو کې یوازې د اوربند اعلان شوی او ورته ويل شوي چې تر هغه به په تورخم کې پر دروازه کار نه کوي تر څو چې د افغان لوري موافقه نه وي اخیستل شوې.

دا چې کابل او اسلام اباد د تورخم شخړې د حل لپاره کومه لاره لټوي او په څه به سره پرېکړې ته رسېږي تر اوسه نه ده څرګنده.

راپور:شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG