د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

اسلام اباد جګپوړو افغان چارواکو ته د سفر بلنه ورکړې


په خارجه چارو کې د پاکستان د وزير اعظم سلاکار سرتاج عزیز وایي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د خارجه چارو وزیر صلاح الدين رباني ته یې په دې وروستيو کې په تورخم کې د رامنځته شويو معاملاتو هوارولو لپاره اسلام اباد ته د سفر بلنه ورکړې ده.

ښاغلي عزيز د پنجشنبې په ورځ د پاکستان پارلمان ته د پاليسي بيان ورکولو پر مهال وويل، پاکستان افغانستان ته د تورخم په سرحدي سيمې کې د يوې دروازې د جوړولو په اړه له مخکې نه اطلاع ورکړې وه او ټينګار يې وکړ، چې "دا نه د خپلمنځي او نه هم له کوم نړېوال تړون سرغړونه ده."

سرتاج عزيز دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې څو ورځې مخکې په تورخم کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ تر هغې وروسته نښتې وشوې چې پاکستانيو سرحدي ځواکونو غوښتل په تورخم کې پر خپلې خوا دروازه جوړه کړي.

په دغو نښتو کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله واوښته، خو بيا د چهارشنبې په ورځ ناوخته په تورخم کې د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ تر هغې وروسته اوربند وشو چې په اسلام اباد کې افغان سفير د پاکستان له سياسي او پوځي مشرانو سره اړيکي ونيولې.

د خارجه چارو سلاکار پارلمان ته په خپلې وينا کې وويل، پاکستان له افغانستان سره ښې اړيکي غواړي، خو زياته يې کړه چې د سرحد تنظيم د دواړو هېوادونو په ګټه دى چې پر مټ به يې پر پوله د سمګلنګ او د ترهګرۍ مخنيوى کېږي.

نوموړي زياته کړه چې په دې وروستيو کې د رامنځته شويو ستونزيو د اواري لپاره يې افغان چارواکو ته اسلام اباد ته د راتګ بلنه ورکړې ده:

"پرون ما د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار حنيف اتمر سره خبرې وکړې او هغه او د افغانستان د خارجه چارو وزير صلاح الدين رباني ته مې بلنه ورکړه چې ژر تر ژره د پاکستان سفر وکړي چې پر دغو مساېلو بحث وکړو او رامنځته شوې فاصلې له منځه يوسو."

عزيز همداشان وويل چې حکومت يې په تورخم کې د دروازې جوړولو ته پر عزمه دى چې له دې سره به د هغه په خبره، پر پوله د ترهګرو د تګ راتګ مخنيوى وشي.

له بلې خوا دپاکستان د خارجه وزارت وياند نفيس ذکريا د پنجشنبې په ورځ پخپلې اوونيزې خبري غونډې کې خبريالانو ته وويل، پاکستان به د سرحد د تنظيم په هدف پر پاک _ افغان پوله د تورخم د دروازې په شان نورې دروازې هم جوړې کړي.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د سرحد تنظيم د ترهګرۍ د مخنيوي يوه برخه ده او ټينګار يې وکړ چې په تورخم کې د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ رامنځته شوي کړکېچ ته دې د"جنګ" نوم نه ورکول کېږي.

ذکريا زياته کړه، د دواړو ملکونو ترمېنځ خبرې اترې روانې دي چې ډېر زر به دواړه لوري څه نتیجه ورسي:

"دواړه لوري له يو پکل سره په تماس کې او خبرې اترې روانې دي، زه هيله من يم چې دواړه لوري به يوې نه يوې حتمي پايلې ته ورسېږي چې دا ستونزه له منځه يوړل شي، خو ددې مطلب دا نه دى چې هلته ستره جګړه رامنځته شوې ده، بلکې د هغو ملکونو ترمنځ چې ګډې پولې لري، دا ډول ترينګلتيا رامنځته کېږي چې بيا وروسته د خبرو اترو او تماسونو له لارې اوارېږي او دا لار موږ خپله کړې ده، ما مخکې هم ويلي دي چې له افغانستان سره زموږ اړيکي په ډېرو بنيادونو ځانګړي دي."

د افغانستان د سولې پروسې لپاره د څلور هېوادنو مفاهمتي غونډې په اړه د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې پاکستان په افغانستان کې امن غواړي، له افغانستان سره زموږ اړيکي يوازې د يوه ګاونډي هېواد نه، بلکې دواړه هېوادونه تاریخي، مذهبي او کلتوري تعلقاتو کې تړل شوې دي.

ذکريا دغې غونډې ته همداشان وويل، پاکستان تل په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره هلې ځلې کړي او د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې هلته د سولې او ثبات لپاره پورته کېږي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG