د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۷

زاخېلوال: پاکستان له ما سره د خبرو غلط وضاحت وړاندې کړی


په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال پاکستاني پوځیانو ته خبرداری ورکړ، که په تورخم کې د دروازې د جوړېدو کارونه ونه دروي، خرابه نتیجه به ولري.

زاخیلوال په خپل فیسوک کې لیکلي دي چې پاکستاني چارواکو د توقع خلاف په تورخم کې د دروازې د جوړولو کار نه دی درولی او له ده سره یې د پرونیو خبرو په اړه غلط وضاحت ورکړی دی.

ښاغلي زاخیلوال نن سهار په خپل رسمي فیسبوک او ټویټر کې لیکلي چې پرون یې د پاکستان د پوځ له پلاوي سره د راولاړې شوې لانجې په هواري او تر هواري پورې د دروازې د کار په توقف خبرې کړي خو هغوی په غلطه داسې ښودلې چې د کار پیل د پرونیو خبرو په اساس شوی دی.

د افغانستان سفیر تېره ورځ ازادي راډیو ته له پاکستاني چارواکو سره تر خبرو وروسته وویل:

"لومړۍ موافقه مو دا وه چې اوربند وشي، دوهمه موافقه دا وه چې د خبرو له لارې دا مسئله هواره شي، ترڅو چې حل کېږي کار به درول کېږي او دریمه موضوع دا وه چې دواړو لورېو ته چې کوم ځواکونه دي هغه راکم شي."

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیرد پاکستان د پوځ د مشرانو په نوم یو لیک هم استولی دی او په تورخم کې یې د دروازې د جوړېدو له عواقبو هغوی خبر کړې دی.

عاصم باجوه: چې هر رنګه وي په تورخم کې دروازه جوړیږي
عاصم باجوه: چې هر رنګه وي په تورخم کې دروازه جوړیږي

خو د پاکستان د پوځ ویاند ډګرجنرال عاصم باجوه پرون ناوخته په اسلام اباد کې رسنیو ته وویل چې په تورخم کې دروازه د دواړو هېوادو په ګټه ده.

ښاغلي باجوه زیاته کړه:

"چې هر رنګه وي دروازه جوړیږي. دا دروازه د پاکستان په خاوره کې ده. نژدې ۳۷ متره د پاکستان په داخل کې ده. نو د هغې په برخه کې هیڅ شک نه شته. خو دا خبره هم سمه ده چې له سرحدي سیسټم سره سم افغانان هم ترې مساوي ګټه واخلي. دا د دواړو هېوادو لپاره ښه ده. دلته به خلک دریږي، کتل کېږي د پولي دواړو خواوو ته به هر حرکت څارل کېږي."

د افغانستان حکومت وایي، که پاکستاني لورې په تورخم کې دروازه جوړوي هغه باید له کرښې لږ تر لږه سل متره شاته جوړه کړي، نه ۳۷ متره شاته په ورته وخت کې د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن په کابل کې رسنیو ته وویل چې پاکستان پخوا منلې وه چې په سرحدي سیمه کې به هر کار د ګډ کمېسیون په موافقې کېږي.

مرتضوي:پاکستان پخوا منلې وه چې په سرحدي سیمه کې به هر کار د ګډ کمېسیون په موافقې کېږي.
مرتضوي:پاکستان پخوا منلې وه چې په سرحدي سیمه کې به هر کار د ګډ کمېسیون په موافقې کېږي.

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"تاسو خبر یاست چې د افغانستان او پاکستان تر منځ یوه ګډ کمېسېون کار کاوه او پخوا مو ان درې اړخیز کمېسېون درلود، هرکار چې د پولي په صفري نقطې کې ترسره کېده باید د همدې کمېسېون په مشوره کېدای او که پاکستانیانو کومه دروازه جوړولای هغه هم باید د همدې کمېسېون په موافقې شوې وای، نو څه چې هغوی کړي د دې کمېسېون د پریکړو خلاف دي."

افغان سفیر زاخیلوال ویلي دي که پاکستان د دروازې د جوړولو کار بند نه کړي، دی به اخر مجبوره شي چې د لانجې تفصیل علني کړي او بیا دې ته دلیل نه پاتیږي چې دی په اسلام اباد کې د ډیپلوماټ په توګه خپل کار ته ادامه ورکړي.

XS
SM
MD
LG