د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

غورځنګ: د تورخم شخړې هوارۍ لپاره پر ډیپلوماټیکو لارو باور لرو


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې په هېواد کې د یو شمېر لوېو پروژو تر عملي کېدو وروسته، په دې وروستیو کې ځیني داسې هڅې روانې دي چې په ځینو سیمو کې کړکیچ رامنځته شي.

د دغې شورا ویاند تواب غورځنګ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال که څه په دې اړه وضاحت ورنه کړ چې دغه کړکیچ د چا یا کوم هېواد له خوا راولاړېږي خو د تورخم مسئلې ته په اشارې یې وویل چې حکومت د راولاړو شوېو شخړو د اواري په برخه کې په ډیپلوماټیکو لارو باور لري.

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه:

"په وروستیو کې ځيني هڅې دا دي چې زموږ د لوېو زیربنايي پروژو د تطبیق په وړاندې ستونزې رامنځته شي د افغانستان حکومت ژمن دی چې په پوره تدبیر سره مخ ته ځي له دې سره د تورخم ستونزې د حل لپاره د ډیپلوماټیکو چاینلونو له لارې د خبرو اترو په دوام هم باور لري."

په دې وروستیو کې په هرات کې د سلما یا د افغان ـ هند د دوستۍ بند پرانېستل شو.

دغه شان تر هغې ورسته د هلمند د کجکي بند د پراختیا او بیا د چهارشنبې په ورځ د فراه ولایت د بخش اباد د بند د جوړولو تړونونه له یو شمېر شرکتونو سره لاسلیک شول.

له دې وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې د ملي یووالي حکومت په هېواد کې د بندونو جوړولو جدي اراده لري او په دې لړ کې د ۲۹ بندونو تدارکاتي کارونه پیل او یو پر بل پسې به یې تړونونه لاسلیک شي.

ولسمشر غني په هېواد کې د کرنې د پراختیا په څلورم کنفرانس کې ویلي چې له دې وروسته به اجازه ورنه کړي چې ګاونډي هېوادونه یې له اوبو په وړیا ډول ګټه پورته کړي.

ښاغلي غني ژمنه کړې چې د افغانستان د اوبو مهارول یې د کاري پروګرامونو په سر کې ځای لري.

کلونه کیږي چې د افغانستان له اوبو ایران او پاکستان له هر ډول امتیاز ورکولو پرته استفاده کوي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر څیړونکي وايي چې پاکستان د جوړېدو راهیسې له افغانستان سره کینه لري او په یو نه یو ډول هڅه کوي چې افغانستان تر خپل اغیز لاندې وساتي.

له دې کارپوهانو ودیر صافي ازادي راډيو ته وویل چې په تورخم کې رامنځته شوې ستونزه هم د هغه هېواد د دوښمنی یو ډول دی.

صافی: په تورخم کې رامنځته شوې ستونزه هم د هغه هېواد د دوښمنی یو ډول دی.
صافی: په تورخم کې رامنځته شوې ستونزه هم د هغه هېواد د دوښمنی یو ډول دی.

ښاغلي صافي زیاته کړه:

"هیڅ وخت پاکستان موږ ارامه نه پریږدي که بهانه وي که نه وي زموږ سره همکار نه دی او زموږ سره ښې اړیکې نه لري د دوی د ترورېزم په ضد مبارزنه نه کوي نه یوازې چې مبارزه نه کوي بلکې زموږ د رژیم په وړاندې بانډونه او ډلې ساتي."

ښاغلی صافی وايي چې پاکستان د افغانستان او هندوستان له خاورې جوړ شوی او افغان حکومت ته لازمه ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نورو نړیوالو بنسټونو ته د خپلې خاورې په اړه مراجعه وکړي.

هغه وايي چې حکومت باید د ګاونډیانو په وړاندې خپل سیاست روښانه کړي او د ملي ګټو د تامین په خاطر د چا تر فشار لاندې رانه شي.

راپور:یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG