د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

د فراه بخش اباد بند به ۱۸میاشتې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شي


د فراه د بخش اباد د اوبو بند د جوړولو تړون دا وار له یوې ایټالوۍ کمپنۍ سره لاسلیک شو.

د بخش اباد د اوبو بند د جوړولو چارې په اتلسو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د دغه بند د جوړولو تړون د څلور نیم میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د چهارشنبې په ورځ له ایټالوۍ هایدرو ارک کمپڼۍ سره لاسلیک کړ.

د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني د بخش اباد بند په اړه داسې جزیات ورکړل.

"د دغه بند لوړوالی ۸۱ متره، په بند کې د اوبو د زیرمه کولو ظرفیت یو زرو او درې لکه او شپیته میلیونه متره مکعبه او د بریښنا وړتیا یې ۲۷ میګا واټه ده البته د بریښنا وروستۍ ظرفیت یې تر وروستي ډیزاین وروسته مشخص کیږي."

دی وایي، بخش اباد بند کولای شي په فراه کې څه باندې یو لک هکټاره ځمکه خړوبه کړي.

د دغه بند تړون په ۱۳۹۲کال کې د پاکستان له نسپاک کمپنۍ سره لاسلیک شو خو د کار د ورو پرمختګ له امله یې تړون دوهم ځل له ایټالوۍ کمپڼۍ سره لاسلیک شو.

د هایدرو ارک کمپنۍ مشر کاتیلو ماسولو ډاډ ورکړ چې د بخش اباد د اوبو بند د جوړولو چارې به په خپل وخت بشړي کړي.

ولسمشر اشرف غني د روان کال په لومړېو کې ویلي و چې حکومت به د ۱۳۹۵ کال په ترڅ کې په افغانستان کې د اوبو۲۱ بندونه جوړ کړي.

د همدې هڅو په لړ کې یوه اوونۍ مخکې د کجکي بند د پراختیا تړون له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک شو او نږدې دوه اوونۍ مخکې بیا د هرات د سلما بند پرانېستل شو.

د بخش اباد بند د تړون د لاسلېکېدو په غونډه کې د فراه والي محمد اصف ننګ له مرکزي حکومته وغوښتل چې د دغه بند امنیت خوندي کړي خو په دغه برخه کې یې د خپلو هڅو ډاډ هم ورکړ.

د فراه والي محمد اصف ننګ
د فراه والي محمد اصف ننګ

ښاغلي ننګ زیاته کړه:

"زه تعهد درکوم د دغې پروژې د تطبیق لپاره، که ایجاب ورکړي زما قرارګاه او پیره به په بند بخش اباد کې وي. انشاالله د فراه ټوله خلک او امنیتي ځواکونه به د دغې پروژې د تطبیق او څارنې په برخه کې کار کوو."

ښاغلی ننګ وایي، د بخش اباد بند د اوږد مهال لپاره کولای شي افغانستان خاصتاً فراه له اقتصادي اړخه په پښو ودروي.

پاکستان او ایران هغه دوه ګاونډیان دي چې تل یې په افغانستان کې دننه پرهغو سیندونو د بندونو د جوړېدو مخنیوی کړی چې اوبه یې دغو هېوادونو ته وربهیږي.

خو د اقتصادي چارو کارپوه عبدالقادر جیلاني په ورته وخت کې ټینګار کوي چې افغان حکومت باید په کور دننه او سیمه کې د هغو پروژو لپاره سیاسي ملاتړ ترلاسه کړي چې ګټه یې ټولې سیمې ته رسیږي.

راپور: قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG