د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

"که د کونړ پر سیند بند جوړ شي په نورو هېوادو یې هم برېښنا پلورلای شو"


د کونړ اوسیدونکي وايي، د سلما بند پر جوړېدو ډېر خوښ دي خو له ولسمشر او له مرستندویه هېوادونو غواړي چې د کونړ په همیشه بهاند سیند باندې هم د برېښنا بندونه جوړ کړي.

یاد سیند د دومره بندونو جوړولو توان لري چې په زرګونو میګا واټه برېښنا تولیدولای شي چې افغان حکومت يې په نورو هېوادونو هم پلورلای شي.

د کونړ یو تن اوسیدونکی محمد اسماعیل وايي:

"د سلما بندپه پرانېستلو ډېر خوښ یو دا یوه ملي پروژه ده او د ټول افغانستان لپاره د خیر خبر دی."

بل تن مولوي شاه جهان بیا وايي:

"افغانستان زموږ د ټولو ګډ کور دی چې هرځای کې يې د ابادۍ کار کیږي زموږ په ګټه دی. باید ټول افغانان پرې خوشحاله شو."

دوی دا هم وایي، د کونړ لوی سیند او د پیج سیند په اوږدو کې داسې په لسګونو ځایونه شته چې پرې بندونه جوړېدای شي او ترې په زرګونه میګا واټه برېښنا ترلاسه کیدای شي.

دوی زیاته کړه:

"موږ له مرکزي حکومت ته غواړو چې په کونړ کې پریمانه اوبه موجودې دي، په سور طاق او نورو ځایونو کې دې بندونه جوړ کړي. د دغو اوبو بندونو په جوړېدو سره ټول هېواد ته ګټه رسیږي. که لوی بندونه نه شي جوړولای واړه بندونه دې اباد کړي، دې سره به د اوبو سطحه لوړه شي او شاړې ځمکې به هم خړوبې شي."

کونړیان وايي، پخواني ولسمشر، ماليی وزیر او اوسني ولسمشر د کونړ په سیند د سورطاق او نورو سیمو کې د بندونو جوړولو ژمنې کړې خو تر اوسه يې یوه هم نه ده عملي شوې او همدا لامل دی چې د سیند اوبو تل دوی ته د سر او مال زیانونه اړوي خو ګټه ترې نور اخلي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزی وايي، ولسمشر غني ورسره ژمنه کړې چې د کونړ په سیند به د برېښنا مهم او ستر بند جوړوي.

کلیمزی: ولسمشر غني راسره ژمنه کړې چې د کونړ پر سیند به د برېښنا ستر بند جوړوي.
کلیمزی: ولسمشر غني راسره ژمنه کړې چې د کونړ پر سیند به د برېښنا ستر بند جوړوي.

ښاغلي کلیمزي زیاته کړه:

"له ولسمشر سره مې په هر ځل لیدنو کې ما د انتقالې برېښنا غوښتنه کوله، خو هغه راته ویل چې د کونړ اوبو باندې د بندونو جوړولو کار کې ډېر وړاندې تللی یم، کار پرې روان دی او ډېر ژر به د ټول افغانستان او په ځانګړي ډول د کونړ خلکو ته په یاد سیند د یوه ستر بند جوړولو زیرۍ ورکړو."

خلک وايي، د سلما بند باندې د هند هېواد نږدې درې سوه میلیونه ډالر ولګول چې یوازې دوه څلویشت میګا واټه برق تولیدوي او پنځه اویا زره هکتاره ځمکه به خړوب کړي، که د کونړ په سیند په همدې اندازه سرمایه ولګول شي نو د زرو میګا واټو په شاوخوا کې برېښنا به تولید کړي.

څو کاله وړاندې د اوبو او برېښنا وزیر اسماعیل خان په یوه ځانګړي مرکه کې ازادي راډیو ته ویلي چې د هند هېواد په مرسته يې د کونړ په سیند شپږ داسې ځایونه سروې کړي چې که بندونه پرې جوړ شي نو اوو نیم زره میګا واټه برق به تولید کړي چې په برکت به يې هېواد د رڼا کېدو ترڅنګ د پرمختګ په لور ګړندي ګامونه پورته کړي.

راپور : روح الله – انوري

XS
SM
MD
LG