د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

سلما بند د افغان او هندي مشرانو له خوا پرانیستل شو


د هند صدراعظم نریندرا مودي د سلما برېښنا بند پرانیستلو په هدف نن هرات ته ورسېد.

افغان ولسمشر محمد اشرف هم تېره ورځ هرات ته رسېدلی او ټاکل شوې او یې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې نن رسماً سلما برېښنا پرانیست.

دا بند د هند په ۲۷۰ میلیون ډالر مالي مرسته ورغول شو، د ۴۲ میګا واټ برق د تولید توان لري او ۷۵ زره هکټارځمکه هم اوبولائ شي.

د "افغان – هند د دوستۍ" بند د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې پر هريرود دریاب جوړ شوی دی.

هند د بهرنیو چارو وزارت وايي چې پر دې بند یونیم زر افغان او هندي انجینرانو تر ډیرو سختو شرایطو لاندې کار کړی او بشپړېدل یې د افغانستان له پرمختګ سره د هند تعهد څرګندوي.

XS
SM
MD
LG