د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

سرخط: بنسټیزې پروژې د افغانستان د ثبات تضمین


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډيره د سلما د بند پرانستو او په شمالي ولایتونو کې د روانو نا امنیو عواملو ته ځانګړي کړي دي.

سرخط:

بنسټیزې پروژې د افغانستان د ثبات تضمین، دا د سرخط ورځپاڼې د یوه تحلیلي مطلب سرلیک دی.

په مطلب کې راغلي چې سلما بند به له هرات ښار سربېره د دغه ولایت ولسوالیو او یو شمېر نورو لوېدیځو سیمو ته برېښنا ورکړي او زرګونه هکتاره ځمکه به خړوبه کړي.

د مطلب لیکوال ویلي، لویه ستونزه داوه چې په تېرو پنځلسو کلونو کې د لویو پراختیایي پروژو عملي کولو ته لازمه توجه نه ده شوې، حال دا چې جګړه ځپلو هېوادونو ته پراختیایي پروژې لومړیتوب لري.

لیکوال دا هم ویلي چې د سلما په څېر اقتصادي پروژې د افغانستان د ناوړه اقتصادي وضعیت په ښه والي مستقیم اغیز لري او نړیواله ټولنه یې هم ملاتړ کوي.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ ورځپانې بیا په لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې د سلما بند پرانستل به د پاکستان او ایران جدي غبرګونونه را وپاروي.

په مطلب کې د یو شمېر کارپوهانو په حواله لیکل شوي چې ایران او پاکستان د افغانستان او هند د اړیکو له پياوړتیا اندېښمن دي او ممکن هڅه وکړي چې د سلما په ګډون یو شمېر نورو پراختیایي پروژو ته ګواښونه پېښ کړي.

د مطلب لیکوال د چارو د کتوونکي امین فرهنګ خبرې را اخیستي چې ویلې یې دي، پاکستان به داسې انګیري چې په افغانستان کې د هند نفوذ ورځ تربلې پياوړی کیږي او په همدې پلمه به خپلو ورانکارو فعالیتونه ادامه ورکړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا د شمالي ولایتونو د امنیت په اړه یوه راپور کې لیکلي چې جنرال عبدالرشید دوستم، حنیف اتمر او جمعه خان همدرد د شمالي ولایتونو په ناامنیو کې لاس لري.

په مطلب کې د بلخ د ولایتي شورا د مشر افضل حدید څرګندونو ته اشاره شوې چې ویلې یې دي، همدغه چارواکي هڅه کوي چې په بلخ کې موجوده لاسته راړونې له منځه یوسي او وضعیت ګډوډ کړي.

په مطلب کې د جنبش ګوند د ویاند بشیر ته ینج او د حزب اسلامي د ویاند حشمت الله خبرې را اخیستل شوي چې د بلخ د چارواکو خبرې یې رد کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې بیا د همدې تورونو عواقبو ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي چې دا ډول تورونه پر چارواکو د خلکو باور زیانمنوي او حکومت او حاکمیت مسخره کوي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، که ریښتیا هم له مرکزي حکومته څوک د یوې مشخصې سیمې د ناامنه کولو هڅه کوي باید په دې اړه مشخص اسناد وړاندې شي او یوازې په تورنولو اکتفا ونه شي.

XS
SM
MD
LG