د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

افغان او هندي مشران نن سلما برېښنا بند پرانیزي


د افغانستان ولسمشر او د هند صدراعظم به نن د سلما بند چې د "افغان هند د دوستۍ" بند نومول شوی، نن پرانیزي.

په هند کې د سیاسي چارو یو څارونکی انند ساهي وايي، د سلما بند د کار بشپړېدل او د دې پروژې د پرانیستلو لپاره افغانستان ته د صدر اعظم نریندرا مودي سفر کابل ته د نوي ډیلي د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکوي.

انند ساهي د افغانستان او هند په اړیکو کې، د دې پرمختګ سیاسي اړخ ته په اشاره وویل:

"فکر کوم چې د هند او افغانستان اړیکې دوامدارې دي او په یوه لسیزه کې له افغانستان سره د هند ملکي مرستې یې ښه څرګندونه کوي."

نریندرا مودي د هند د صدراعظم په توګه تر ټاکل کېدو وروسته، دوهم وار افغانستان ته رسمي سفر کوي.

مودي تېروار د افغانستان د ملي شورا نوې ودانۍ چې هغه هم د هند په مالي مرسته جوړه شوې، پرانیستله.

خو پاکستان تل په افغانستان کې د نوي ډېلي د نفوذ له امله اندېښنه څرګنده کړې او په دې هېواد کې د هند فعالیتونو ته یې د شک په سترګه کتلي دي.

د سلما بند پرانیستل او افغانستان ته د نریندرا مودي نننۍ سفر به د پاکستان پر اندېښنو څه ډول اغېز وکړي؟

هندي څارونکی انند ساهي وايي:

"کله چې افغانان د هند له حضور سره ستونزه نه لري، زه فکر نه کوم چې هند به د بل چا پروا وکړي ځکه دا چې هلته امریکاییان وي که هندیان د افغانانو پریکړه ده او پر نورو هېوادونو اړه نه لري."

د سلما بند د جوړولو کار په ۱۳۵۵ هجري لمریز کال کې پیل شوی و او د بلاخره تر څلورو لسیزو وروسته بشپړ شو، دا بند د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې پر هریرود دریاب جوړ شوی دی.

د هریرود دریاب اوبه ایران ته بهېږي.

د ایران حکومت په دوامدار ډول یوازې د سلما بند نه بلکې د کجکي او کمال خان بند په ګډون د داسې پروژو په اړه اندېښنې څرګندې کړې چې له افغانستانه د وربهېدونکو دریابونو د اوبو اندازه کمولای شي.

افغانستان په ځیني مواردو کې حتی پر ایران د سلما بند د رغولو دپروژې د تخریب تور لګولی دی.

یو شمېر سیمه ییزو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې ایران د دې پروژې د ناکامولو لپاره حتی په سیمه کې د امنیت له خرابوالې سره مرسته کړې ده، ایراني چارواکو دا ادعاوې رد کړې.

خو د ایران د چاپیریال ساتنې سازمان سلاکار اسماعیل کهرمد سلما بند د پرانیستل کېدو په اړه دا اندېښنه څرګنده کړه چې د هریرود دریاب اوبه به کمې کړي.

د کهرم په وینا، د ا چې د افغانستان حکومت تر دې مخکې، د کجکي او کمال خان بندونو په مورد کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي د سلما بند په اړه یې د دوی اندېښنې زیاتې کړې دی.

ایران د سلما بند پرانیستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې
ایران د سلما بند پرانیستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې

اسماعیل کهرم زیاته کړه:

"موږ د هریرود اوبو ته اړتیا لرو، که د افغانستان دولت د دې دریابونو په اوبو کې د ایران حق ورنه کړي هغه کوچني دریابونه او ډنډونه به وچ شي چې له دې درکه اوبه ترلاسه کوي، دایران حکومت به پر خپل دې حق ټینګارجاري وساتي، اټکل کېږي چې د نړۍ په راتلونکې کې به جګړې پر اوبو یي، په ځانګړي ډول د هغو دریابونو پر اوبو چې له یوه هېواده بل ته بهیږي."

دې ایراني چارواکي په وینا، افغان حکومت باید دې ته پام وکړي چې په ایران کې زرهاوو کورنۍ د هریرود پر اوبو ژوند کوي.

د هغه په وینا، د هریرود د اوبو کمېدل به د دې کورنیو پرژوند ناوړه اغېز وکړي.

XS
SM
MD
LG