د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

د سلما بند پروژه او د افغانستان لپاره یې اقتصادي ګټې


افغان چارواکي له اقتصادي او امنیتي پلوه د سلما د بند پروژه د افغانستان لپاره له اهمیته ډکه بولي.

د اوبو او انرژي وزارت وايي، د دې پروژې ۹۰ فیصده کارونه بشپړ شوي او پرانیستو ته یې امادګی پیل کړي دي.

د سلما بند د برېښنا پروژه چې ټاکل شوې ډېر ژر ترې ګټه اخیسته پیل شي د افغان چارواکو له خوا د بسیاینې په لوري حرکت بلل کېږي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې دا پروژه د برېښنا د تولید او د کرهنیزو ځمکو د خوړوبولو له امله له خورا اهمیته ډکه ده.

د یاد وزارت مرستیال امان الله غالب د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د سلما بند د برېښنا پروژه د افغانستان لپاره ځانګړی اقتصادي او امنیتي اهمیت لري.

هغه زیاته کړه:

"دوه څلویښت میګاواټه برېښنا ډېره برېښنا ده، د هرات او ولسوالیو ستونزې چې لینونه ورڅخه تېرېږي حلولای شي او دویم دا چې د هغو اوبو په کنټرول کې ډېر اهمیت لري چې باید کولای شو پرې کنټرول پیدا کړو، کولای شو له ګاونډیانو سره خبرې وکړو چې دا اوبه د دوی څومره او زموږ څومره برخه کېږي نو ځکه د سیمې د امنیت او اقتصاد لپاره اهمیت لري."

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو له مخې په هرات کې د سلما د بند پروژه د شپږ سوه څلویښت میلیونه متر مکعب اوبو د زېرمه کېدو او د دوه څلویښت میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

وزارت وايي دا بند اوس د افغان – هند د دوستی بند په نوم نومول شوی او ټاکل شوي چې په راتلونکي میلادي میاشت کې د وروستي دریم توربین د نصب چارې هم بشپړې شي.

د دغې پروژې چارې د تېرو دیرشو کلونو راهیسې وخت نا وخت ترسره شوي او هندوستان یې په جوړیدو شاوخوا دری سوه ملیونه ډالره لګولي دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال امان الله غالب وايي د سلما بند کولای شي شاوخوا اتیا زره هکتاره کرهنیزه ځمکې خړوبه کړي.

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوه سیف الدین سیحون ازادي راډيو ته وویل چې د دې پروژې ګټې کولای شي تر اوږده مهاله د افغانستان په اقتصاد اغېز وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه سیف الدین سیحون
د اقتصادي چارو کارپوه سیف الدین سیحون

هغه زیاته کړه:

"سم دستي له یوه بنده ګټه اخیستنه نه کېږي، کلونه وخت نیسي چې ځان بسیاینې ته ورسوو، کال باید منتظر وو چې لګښت یې تامین شي او د دې پروژې ګټې اوږدمهاله دي او د افغانستان د اوږدمهاله اقتصادي پراختیا لپاره اهمیت لري."

تمه کېږي چې د افغان ـ هند د دوستی بند فعالیت له پیلیدو سره به د افغانستان اقتصاد پراختیا ومومي، د وادراتي برېښنا تقاضا به کمه شي او په هېواد کې به کرهڼه وده وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه سیف الدین سیحون وايي چې دا ډول پروژې کولای شي د افغانستان په عایداتو هم ښه اغیز وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG