د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

په غبرګولې میاشت کې له سلما بنده د برېښنا تولید پیلېږي


د پسرلي په اخره کې به د سلما بند برېښنا تولید کړي.

د هرات والي محمد اصف رحیمي ازادي راډيو ته وویل، په لومړۍ مرحلې کې به دا بند ۲۸ میګاواټه برق تولید کړي.

سلما بند د افغانستان یوه لویه پروژه ده، چارواکي وایي چې لومړی به د سلما بند له درېیو توربینونو څخه دوه فعاله شي او بیا به درېیم توربین برېښنا تولید کړي.

د دې بند هر توربین د ۱۴ میګاواټه برېښنا د تولید توان لري چې ټوله به۴۲ میګاواټه برېښنا ورکړي.

د هرات والی محمد اصف رحیمي ازادي راډيو ته وویل، هیله من دی چې د غبرګولي په میاشت کې دا برېښنا تولید شي او په لومړي پړاو کې به ۲۸ میګاواټه برېښنا د هرات ښار ته انتقال شي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"د اوبو د راټولولو چارې دوام لري او هغه حد ته رسېدلي دي چې توربینونه وڅرخوي، خو لاهم دا بند ډک شوی نه دی، زموږ د پیشبیني له مخې د غبرګولې تر میاشت به له درېیو توربینونو، دوه فعالیت پیل کړي او د شاوخوا ۲۸ میګاواټه برېښنا تولید به ورسره پیل شي."

د سلما بند د هریرود پر سیند د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې جوړ شوی دی.

د دې بند لوړوالی ۱۰۷ متره او سور۵۵۱ متره دی چې د افغانستان د برېښنا د تولید له مهمو بندونو ګڼل کېږي.

د سلما بند ابتدایي کار د سردار محمد داوود خان د ولسمشرۍ په وخت په ۱۹۷۶ کې پیل شو، خو د تېرو څلور لسیزو په ترڅ کې د سیاسي او پوځي بدلونونو او جګړو له امله پر دې بند کار ونه شو.

د دې پروژې لګښت هند ورکړی چې شاوخوا دوه سوه میلیونه ډالره دی چې کار هم پرې یوه هندي شرکت کړی دی.

په ولسې جرګه کې د هرات د خلکو استازی صالح محمد سلجوقي وایي، د هندي شرکت ځینو ناغېړیو او په سیمه کې ځینو سیالیو د دې بند کارونه تر اوسه ځنډني کړي وو.

ښاغلي سلجوقي زیاته کړه:

"هندي شرکت چې تړون یې کړی و، له خپلې ژمنې سره سمې هڅې نه وې کړې، دوی امنیتي پېښې پلمه کولې، کله ناکله به یې ویل چې وسایل نه دې رارسېدلي او امکانات نه شته چې وسایل هلته انتقال کړي او داسې نورې په لسګونو سیاسي بهانې."

ویل کېږي چې د سلما بند د کار د ځنډېدو یو اصلي علت نا امنۍ وې.

د هرات والي وویل چې د هرات ښار او پنځو ولسوالیو ته به د سلما بند برېښنا ورکړل شي، خو والي وایي، د دې لپاره چې له ازبکستانه هرات ته برېښنا راځي، نو د سلما بند یوه اندازه برېښنا به غور ولایت ته ورکړو، خو دا لږ اوږده پروژه ده.

XS
SM
MD
LG