د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

مینه پال: پاکستان چارواکي پوهېدلي چې هېواد یې منزوي کیږي


افغان ولسمشر وايي، له پاکستانه د داسې عملي اقداماتو په تمه دی چې له مخې یې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی راکم شي.

د جان مککین په مشرۍ د امریکايي سناتورانو هییت د دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغان ولسمشر اشرف غني سره د افغانستان او امریکا او د افغانستان او پاکستان تر منځ په همکاریو خبرې کړي دي.

د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته وویل، امریکا د افغانستان ستراتیژیک متحد دی او په سیمه کې حالات له نژدې څاري.

د مینه پال په وینا امریکايي سناتورانو افغان ولسمشر ته وویل، پاکستاني مشرانو احساس کړې چې د دې هېواد په اړه د نړۍ نظر په بدلیدو دی.

ښاغلي مینه پال وویل:

"دوی وویل چې د پاکستان ملکي او پوځي چارواکي په دې پوه شوي چې د نړۍ نظر د پاکستان په اړه بدل شوی دی. دوی هم په دې پوهېدلي چې پاکستان د منزوي کېدو په حالت کې دی. نو دې هر څه ته په کتو پکار ده چې پر پاکستان له ټولو لارو فشارونه وارد شي."

د ولسمشر غني ویاند دواخان مینه پال زیاته کړه چې امریکايي سناتورانو په دې لیدنه کې ولسمشر غني ته وویل، د پاکستاني چارواکو سره په لیدنو کې د هغوی پیغام دا و چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د مسایلو د څېړلو لپاره یو بل فرصت ورکړل شي چې د ستونزو د حل په برخه کې هڅې وکړي.

ارګ وايي، امریکایي سناتورانو ټینګار وکړ چې د افغانستان ولسمشر د تاوتریخوالي د ختمولو په برخه کې او دا چې پاکستان کولای شي په پایته رسولو کې یې له افغانستان سره همکاري وکړي، د ستاینې وړ ګامونه اخېستي او په دې مسئله کې افغانستان خپل مسوولیت پرځای کړی.

کابل ته راغلي امریکايي سناتوران
کابل ته راغلي امریکايي سناتوران

امریکايي سناتورانو ولسمشر غني ته ویلي، د پاکستان له دولته یې اسلام اباد ته په خپل وروستي سفر کې وغوښتل څو په عملي توګه وښيي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په پای ته رسولو کې همکاري کوي.

خو ایا افغان حکومت چمتو دی چې پاکستان ته یو وار بیا فرصت ورکړي؟

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، د صادقانه همکارېو څرنګوالی داسې عملي اقداماتو ته اړتیا لري چې ورسره په افغانستان کې تاوتریخوالي راکم شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د پاکستان سره یې د همکاریو ټولې لارې ازمویلي او اوس د عملي اقداماتو پرته بله لاره نه ده ورپاتې.

ښاغلي مینه پال زیاتوي:

"له عملي اقداماتو پرته د ستونزې د هواري بله هیڅ لاره نه شته. موږ تر دې مخکې له پاکستان سره ټولې خبرې کړې دي. اوس خبره دې ته رسېدلې چې پاکستان خپلې هغه ژمنې چې له موږ سره یې کړي، په څلور اړخېز کمېسیون کې یې کړي عملي کړي."

مینه پال وايي، د پاکستان سره یې د همکاریو ټولې لارې ازمویلي
مینه پال وايي، د پاکستان سره یې د همکاریو ټولې لارې ازمویلي

ارګ د ولسمشر غني له خولې په یوې خبرپاڼې کې وايي، د افغانستان او پاکستان اړیکې باید د دوو دولتونو په توګه وي.

نوموړي زیاته کړې د ښه ګاونډيتوب لپاره د افغانستان د هڅو سربېره سږ کال په هېواد کې د تاوتریخوالي اندازه چې د افغان حکومت په وینا د ډیورنډ د کرښې له اغاړې یې د حقانې په څېر شبکې ترسره کوي زیاته شوې ده.

ولسمشر غني زیاته کړې پاکستان کولای شي دا عملي اقدامات له حقاني شبکې سره جدي چلند پیل کړي چې د نوموړي په وینا د افغانستان د خلکو ضد د عمده جرایمو مسووله ده.

افغان چارواکي حقاني شبکه د طالبانو مهم مټ بولي او وايي، په وړاندې یې هیڅ ډول اقدام نه دی شوی.

امریکايي سناتوران جان مککین، لېنزي ګراهام، جو دانلي او بین سیسي مخکې له دې چې کابل کې له افغان چارواکو سره وګوري، د شنبې او یکشنبې په ورځو یې پاکستان کې له پوځي او ملکي چارواکو سره خبرې وکړې.

دوی د پاکستان پوځ د شمالي وزیرستان میرانشا کې یوې پوځي اډه ته وروستل څو ورته په سیمه کې د خپلو وروستیو عملیاتو په اړه معلومات ورکړي.

XS
SM
MD
LG