د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

مککین لېواله دی چې د پاکستان او امریکا اړیکې ښې شي


د امریکا د کانګرس د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جان مککین
د امریکا د کانګرس د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جان مککین

یو مخکښ امریکایي سناتور وایي، دې لېواله دی چې د پاکستان او متحده ایالتونو ترمنځ اړیکې ښه شي ځکه دواړه هېوادونه د اسلامي دولت ډلې په ګډون د سخت دریځو ډلو په وړاندې له ګډ دښمن سره مخامخ دي.

د امریکا د کانګرس د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جان مککین چې د کانګرس د یوه پلاوي په مشرۍ له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره پاکستان ته تللی، پرون یې د شمالي وزیرستان له مرکز میرانشاه څخه هم کتنه وکړه.

دا هغه سیمه ده چې پر القاعده او طالبانو سربېره د حقاني شبکې یو مهم مرکز ګڼل کیږي.

میرانشا پر القاعده او طالبانو سربېره د حقاني شبکې یو مهم مرکز ګڼل کیږي.
میرانشا پر القاعده او طالبانو سربېره د حقاني شبکې یو مهم مرکز ګڼل کیږي.

له مککین سره په دې سفر کې سناتوران، لیندسي ګراهام، بینجامین ساس او جوی ډوینلي ملګري دي.

شمالي وزیرستان ته چې د پاکستان پوځ له یوې مودې راهیسې عملیات مخ ته وړي، پاکستاني چارواکو بهرنیان په تېره بیا لوړ پوړي چارواکي نه دي پریښي چې دې سیمې ته ولاړ شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان او متحده ایالاتو ترمنځ په څه باندې یوه لسیزه کې د کړکیچ یو مهم علت هم په سیمه کې د سخت دریځو وسله والو له فعالیت سره تړلي و.

امریکایي چارواکو تل پر اسلام اباد انتقاد کړی چې په سیمه کې د افغان طالبانو او حقاني شبکې په وړاندې جدي اقدام نه کوي.

پاکستان له دې انکار کوي چې ګواکې سخت دریځو وسله والو ته یې پناه ځایونه ورکړي خو وایي دا هېواد په بېلابېلو جبهو کې په جګړو کې ښکیل دی او امکانات یې محدود دي.

د دواړو هېوادونو کې په اړیکو کړکیچ په دې وروستیو کې وروسته له هغې لازیات شو چې په پاکستان کې امریکایي بې پیلوټه الوتکو په برید کې د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر منصور وواژه.

په پاکستان کې امریکایي بې پیلوټه الوتکو په برید کې د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر منصور وواژه.
په پاکستان کې امریکایي بې پیلوټه الوتکو په برید کې د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر منصور وواژه.

سناتور مککین وویل، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره یې غونډه ډېره ګټوره وه.

هغه زیاته کړه، دلته دوی له یوه پیغام سره راغلي او هغه دا چې د اسلامي دولت ډله یا داعش، افراطي اسلام او ترورېزم مو ګډ دښمن دی. موږ غواړو چې اړیکې سره نژدې کړو او په خپلو کې اختلافات پای ته ورسوو.

د رویټرز د راپور له مخې که څه هم داعش نه دی توانیدلی چې په پاکستان کې خپل حضور پراخ کړي خو کارپوهان وایي، کیدای شي دا ډله په راتلونکې کې ګواښ متوجه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز مککین او د کانګرس نورو غړېو ته په افغانستان کې د سولې د هڅو په اړه چې له یوې مودې راهیسې په ټپه دریدلې معلومات ورکړل.

تر اوسه د افغانستان د سولې څلور اړخېزه کمېټه چې پر افغانستان او چين سربېره پاکستان او متحده ایالات یې هم غړي دي، نه ده توانیدلې چې افغان طالبان د سولې خبرو ته کښینوي.

د افغانستان د سولې څلور اړخېزه کمېټه چې پر افغانستان او چين سربېره پاکستان او متحده ایالات یې هم غړي دي
د افغانستان د سولې څلور اړخېزه کمېټه چې پر افغانستان او چين سربېره پاکستان او متحده ایالات یې هم غړي دي

د رویټرز په وینا سرتاج عزیز په دې خبرې ټینګار کړی چې په افغانستان د سولې د ګډو هڅو په بریالیتوب کې تر بل هر هېواد زیات د پاکستان ګټې نغښتې دي.

دا خبره مخکې هم په کراتو کراتو پاکستاني چارواکو کړې خو افغان چارواکي وایي، پاکستان باید دا عملاً وښيي او پر طالبانو له خپل نفوذ څخه په استفادې هغوی د خبرو میز ته حاضر کړي.

XS
SM
MD
LG