د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

شريف: د پاک-افغان اړېکې د سیمې د سولې لپاره مهمې دي


د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف پياوړى او باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه او د دواړو هېوادونو خپلمنځي اړيکې د "سيمې د سولې او ثبات لپاره مهمې" بللي دي.

جنرال شريف دا څرګندونې د شنبې په ورځ د سناتور جان مککين په مشرۍ هغه امريکايي پلاوي ته کړي چې له پاکستانيو چارواکيو سره په ځينو مساېلو، په ځانګړي توګه د افغانستان په موضوع بحث لپاره اسلام اباد ته راغلى دى.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګه په خپلې خبرپاڼه کې وايي، دغه امريکايي پلاوي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د دې هېواد ځانګړى استازى ريچرډ اولسن هم په کې و، د پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره په دوه اړخيزو اړيکيو او د سيمې پر وضعيت په ځانګړي توګه د افغانستان په اړه خبرې وکړې او زياتوي:

"جنرال شريف امريکايي پلاوي ته ويلي چې باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دى د دواړو هېوادونو اړيکې د سيمې د سولې او امنيت لپاره مهمې دي."

مککین: پاکستان په ضرب عضب عملياتو کې برياليتوبونه ترلاسه کړي
مککین: پاکستان په ضرب عضب عملياتو کې برياليتوبونه ترلاسه کړي

ښاغلي شريف امريکايي پلاوي ته د سيمې او نړۍ په امنيت کې د پاکستان د برخې يادونه کړې او د ضرب عضب پوځي عملياتو په اړه يې ويلي چې پاکستان په دغو عملياتو کې برياليتوبونه ترلاسه کړي او همدا راز يې د پاک افغان سرحدي کرښې په اوږدو کې د غېر قانوني تګ راتګ مخنيوي لپاره د پولې مدیریت په اړتيا هم خبرې کړي.

خبر پاڼه همدا راز کاږي:

"سناتور مککین د وسله والو سخت دریځو پر ضد د پاکستان د پوځ عملیات بریالي او د ترهګرۍ پر ضد د دغه هېواد د ارادې ښکارندوې بللي او په سيمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره يې د پاکستان او امريکا د اړيکيو د غمهغږي کېدو پر اړتيا ټينګار کړى."

د جان مککين په مشرۍ امريکايي پلاوي په داسې وخت کې اسلام اباد ته سفر کړى چې په دې وروستيو کې د پاکستان او امريکا اړيکې له دې امله سړې شوي چې امریکا پاکستان ته د ایف شپاړس F16 الوتکو له ورکولو ډډه کړې او کانګریس دې هېواد ته د مرستو یوه برخه هم درولې ده.

پاکستان په دې هېواد کې پر مېشتو افغان کډوالو زور زياتى ډېر کړى
پاکستان په دې هېواد کې پر مېشتو افغان کډوالو زور زياتى ډېر کړى

همدا شان د کابل او اسلام اباد اړيکې هم تر پخوا ترېنګلي شوي چې په ترڅ کې پاکستان په دې هېواد کې پر مېشتو افغان کډوالو زور زياتى ډېر کړى او له نړېوالې ټولنې او يو. اېن. اېچ. سي ار غواړي چې د کډوالو په بېرته ستنېدا کې دې مرسته او اقدامات وکړي.

د کابل او اسلام اباد اړيکې هم تر پخوا ترېنګلي شوي
د کابل او اسلام اباد اړيکې هم تر پخوا ترېنګلي شوي

تر دې مخکې د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچرډ اولسن هم د پاکستاني پوځ له مشر او د دې هېواد د خارجه چارو له سکرتر اعزازد احمد چوهدري سره کتلي و او د سيمې د امنيت او افغانستان په اړه يې ورسره خبرې کړې وې.

د خارجه چارو د وزارت وياند نفيس ذکريا رسنيو ته ويلي چې اعزاز چوهدري له امريکايي پلاوي سره د پاکستان او امريکا پر خپلمنځي اړيکيو سربېره د سيمې، پر پاک افغان سرحدي کرښې د پولې د مديريت او يو شمېر نورو مساېلو خبرې کړي.

د ذکريا په خبره، د خارجه چارو سکرتر له ځانګړي استازي سره په پاکستان د مېشتو افغان کډوالو په اړه په خبرو کې ويلي:

"پاکستان غواړي چې افغان کډوال په عزت خپل هېواد ته ستانه شوي او په دې لړ کې يې د نړېوالې ټولنې او د کډوالو د ادارې يو. اېن. اېچ. سي ار مرسته او ملاتړ غوښتى دى."

ريچرډ اولسن د ترهګرۍ د مخنيوي او په افغانستان کې د سولې لپاره د پاکستان هڅې ستايلي
ريچرډ اولسن د ترهګرۍ د مخنيوي او په افغانستان کې د سولې لپاره د پاکستان هڅې ستايلي

پاکستاني رسني وايي چې ريچرډ اولسن د ترهګرۍ د مخنيوي او په افغانستان کې د سولې لپاره د پاکستان هڅې ستايلي او همداراز د افغان کډوالو د بېرته ستنېدا او د پولې د مديريت په لړ کې يې د پاکستان د دريځ ملاتړ کړى دى.

ښاغلي چوهدري د افغانستان د مفاهمتي عمل په اړه د امريکا ځانګړي ته استازي ته ويلي:

"پاکستان به په افغانستان کې د سولې لپاره د څلور اړخيزې کارډنېشن کومېټې له لارې کوششونه جاري وساتي."

د يادونې وړ ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکي تر هغې وروسته سړې شوې چې پاکستان تېره مياشت غوښتل په تورخم کې دروازه جوړه کړي، خو افغان سرحدي ځواکونو يې مخه ونيوله چې په ترڅ کې يې د دواړو ترمنځ نښته وشوه او دواړو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG