د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

پاکستان د افغان کډوالو په اړه د سختې پالیسۍ جوړولو خبر ورکړ


پاکستاني چارواکو په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه د یوې نوې سختې پالیسۍ د جوړولو خبره کوي، داسې یوه پالیسي چې له مخې به یې د چارواکو په خبره په هر قیمت چې کیږي دغه کډوال بیرته خپل هېواد ته ستنوي.

پاکستاني چارواکي وایي د کډوالو په وړاندي د دې هېواد دغه نوی دریځ وروستیو حالاتو ته په پام سره چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې رامنځ ته شوی، نیول کیږي.

پاکستان د افغان کډوالو په اړه د سختې پالیسۍ د رامنځ ته کولو پرېکړه کړې ده.

د پاکستان د سرحداتو وزیر عبدالقادر بلوچ وايي، موږ پرېکړه کړې چې د افغان کډوالو په اړه د ۱۷- ۲۰۱۶ کال پالیسي بیا وڅیړو.

هغه وویل، صدراعظم نواز شریف به د پوځ له لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره په سلا و مشوره راتلونکې میاشت د دغې نوې پالیسۍ شرایط نهایي کړي چې د ده په وینا د لارې د دغې نقشې پراساس اړوندې ادارې به په هر قیمت چې کیږي افغان کډوال بیرته خپله هېواد ته ستانه کړي.

د بلوچ په وینا دغه نوې سخته پالیسي به د پولې د تنظیم له نویو قوانیونو سره ملګرې وي.

بلوچ له دوو سیمه ییزو نیوز او جیو نیوزرسنیو سره په خبرو کې وویل چې پاکستان ته د صدراعظم نواز شریف له راتلو سره سم به موږ دغه نوې پالیسي نهایي کړو خو زیاته یې کړه چې موږ د اهم غواړو افغان کډوال په عزت بیرته خپل هېواد ته ستانه کړو.

د راپورونو له مخې روانه میاشت د پاکستان د سرحداتو په وزارت کې پرله پسې غونډې وشوې او مسولو چارواکو نویو حالاتو ته په پام سره چې د طالبانو د پخواني مشر ملامنصور د وژل کیدو او روانه میاشت په تورخم کې د لانجې پرسر را پورته تشوي، پر موجوده پالیسۍ د بیا غور کولو په اړه موافقه وکړه.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت هم دا مني چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې وروستي کړکېچ ته پام سره په پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات شوي دي.

د دې وزارت د خپرونو مسوول حفیظ احمد میاخېل د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د تورخم په سیمه کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو له نښتې وروسته، په پاکستان کې ځیني افغان کډوال زنداني شوي او ځیني یې ګواښل کیږي چې خپل هېواد ته ستانه شي.

میاخېل له پاکستانه وغوښتل چې د کډوالو موضوع دې له سیاست سره نه ګډوي.

هغه زیاته کړه:

"د تورخم له پېښې وروسته ستونزې هلته ډیرې شوي، بشري موضوعګانې باید له سیاسته سره غوټه نه شي، لکه څنګه یې چې د درې میلیونو افغانان کوربه توب کړی زموږ غوښتنه دا ده چې دغه کوربه توب ته دې ادامه ورکړي او سیاسي موضوع دې له بشريته لیرې وساتل شي."

د پاکستان د سرحداتو وزارت چارواکو دغه راز وویل چې د دغې نوې پالیسۍ په اړه یې د بهرنیو چارو وزارت له لارې افغان لورې ته هم خبر ورکړی چې د یوان اچ سي ار په مرسته د کډوالو د ځای پرځای کولو لپاره یو پروګروام جوړ کړي.

په دې اړه مو هڅه وکړه چې د افغان چارواکو نظر واخلو خوله پرله پسي تماسونو سره سره بریالی نشو.

د پاکستان د سرحداتو وزارت چارواکي وایي، د نوې پالیسۍ په لومړنۍ مسوده کې موږ دې ته تیاری نیولی و چې د راجستر شویو افغان کډوالو د اوسیدو کارتونه او هم د دری اړخیز کمېسیون موافقه دوه کاله نور تمدید کړو خو د دغې مسودې له جوړیدو اته میاشتې تریږي او فدرالي حکومت تر اوسه پري کارنه دی کړی.

خو اوس د دغې پالیسي پرمسودې بیا کتنه وشوه او په کې په افغانستان کې په ټولنو کې په اغېزمن ډول د کډوالو د مدغم کولو او د کډوالو له ځپل شویو سیمو سره د مرستې مسله هم شامله شوې ده.

د راپورله مخې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنیرۍ UNHCR استازیو هم تیره اوونۍ په اسلام اباد کې د پاکستان د ولسمشر او نورو لوړپوړو چارواکو سره خبری کړي چې د افغان کډوالو ستونزې ته یوه مناسبه حل لاره پیدا شي.

د پاکستان حکومت په خپله خوښه د افغان کډوالو د بیرته ستنولو د ملي پالیسۍ په ترتیب شوې مسوده کې وړاندیز کړی چې په دی هېواد کې دی د راجستر شويو کډوالو د اوسیدو قانوني موده د ۲۰۱۷ کال د ډسمبرتر۳۱ پورې تمدید شي.

پاکستاني چارواکي وایي، په دي هېواد کې شاوخوا درې ملیونه افغان کډوال اوسي چې نیمایي يې راجستر دي او د اوسیدو اسناد لري خو نور یې په غیرقانوني توګه ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG